د کابل امنیه قومندانۍ د دې پخلی کوي چې د کابل ښار د پنځمې حوزې په اړوند سیمه کې چاودنې دوه تنه ټپیان کړي دي.
د کابل امنیه قومندان جنرال مبین وايي چې دغه پېښه د سړک غاړې ته د ځای پر ځای شوي ماین له امله وه او د کابل ښار د پنځمې حوزې په اړوند سیمه کې شوې ده.
په روانې اوونۍ کې دا دویمه چاودنه ده چې په کابل ښار کې کېږي.
د شنبې په ورځ هم یو تونس موټر د چاودنې ښکار شو چې په پایله کې یې ځينې کسان ټپي او ووژل شول.
ځينې پلازمېن مېشتي د اندېښنې له څرګندولو سره وايي چې په کابل کې باید د ناامنیو مخه ونیول شي.
خو امنیتي چارواکي وايی چې په کابل کې ۹۹ سلنه امنیت تامین دی.
په کابل کې د نننۍ چاودنې مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی. خو د رویټرز خبري اژانس ویلي دي چې د شنبې په ورځ پر تونس موټر د چاودنې مسوولیت داعش منلی دی.
په دې اړه مو اندونه