Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حقاني:د امارت په رسمیت نه پېژندل د افغانانو په حق کې بې انصافي ده

د اسلامي امارت د سیاسي دفتر غړی انس حقاني د نړیوالو لخوا د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت نه پېژندل، د افغانانو په حق کې د نړیوالو بې انصافي بولي.

د اسلامي امارت د سیاسي دفتر غړی انس حقاني په دې هکله وویل:«دا یو حقیقت دی ځينې ستونزې شته. دا په اصل کې د نړۍوالو بې انصافي ده چې د افغانستان په حق کې یې کوي. پخوا یې د سولې او امنیت شعارونه ورکول، اوس یې نوي شرایط وضعه کړي دي. دا داسې شرایط دي چې په تېرو شلو کلونو کې د توپ او ټانک په زور سره پر افغانانو تحمیل نشوای کړای. اوس هم په دې دنیوي مادیاتو سره نشي کولی څه تحمیل کړي. دا سمه ده چې، لوږه او ستونزې شته . زموږ هیله او تمه له امریکا او نړۍ څخه نه ده، بلکې له خدای ج څخه ده.» 

واک ته د اسلامي امارت د رسېدو څلور میاشتې په پوره کېدو دي، خو لا هم هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، چې له امله یې اقتصادي او ټولنیز ناورین سره د افغانستان د مخ کېدو وېره هم زیاته شوې ده.

افغانستان له وروستیو تحولاتو سره یو ځل بیا له یوه استثنايي حالت سره مخ شوی دی. د ګاونډیانو په ګډون لا تر اوسه هېڅ هېواد د اسلامي امارت حاکمیت په رسمیت نه دی پيژندلی. 

د افغانستان له اوسني وضعیته اندېښنې هم مخ په لوړېدو دي. آن ځينې هېوادونه او نړۍوال سازمانونه د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزو جوړښتونو د احتمالي پاشل کېدو له امله هم خبرداری ورکړی دی. 

له دې ټولو سره سره نړۍوالې ټولنې په افغانستان کې د نوي حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره شرایط اېښي دي. په دې شرایطو کې د یوه ټول ګډونه حکومت جوړېدل، ښځو ته د زده کړو او کار د حقونو ورکړه په سر کې دي.

خو د نوي حکومت چارواکي وايي، د شرایطو وضعه کول د افغانستان ستونزه نه شي حلولی او نړۍواله ټولنه باید له هر بحث مخکې باید دغه نوی حکومت په رسمیت وپېژني.
 
په ټوله کې د نوي حکومت چارواکي پر دې باور دي چې، ګواکې نړۍواله ټولنه دوی ته اړتیا لري او ژر او یا هم وروسته به یې حکومت په رسمیت وپېژني. 

خو نړۍواله ټولنه بیا وايي چې، د دوی پیغام روښانه دی او که چېرې طالبان د په رسمیت پېژندلو تمه لري؛ نو تر هر څه لومړی باید وضع شوي شرایط عملي کړي؛ خو اوس پوښتنه دا ده چې، په دې منځ کې څوک چا ته اړ دی؟
 
د سیاسِ چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:«نړۍواله ټولنه ځانګړی مسوولیت نه لري چې افغانستان په رسمیت وپېژني دا وضعیت ښايي کلونه دوام وکړي؛ خو هغه بندیزونه چې پر افغانستان لګول شوي دي د افغانستان د خلکو لپاره ځپوونکي دي.»

د نړۍوالو اړیکو کارپوه جاوېد سنګدل هم څرګندوي:«بې وزله او مخه په ودې هېوادونه تل د نړۍ زبر ځواکونو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لرلې ده او زه فکر کوم چې افغانستان هېڅکله له اقتصادي او سیاسي پلوه په ځان متکي هېواد نه و. او د افغانستان دا اړتیا تر ډېره د نړۍوالې ټولنې ده چې په رسمیت یې وپېژني.»

خو یو روښانه حقیقت دا دی چې، د دغه وضعیت ټول پيټی د افغان ولس پر اوږو پروت دی.

د کابل اوسېدونکی نورزمان وايي:«اوس نړۍواله ټولنه غواړي چې ملت یوازې پرې نه ږدي او دا ملت دی چې په ځان کې حکومتونو ته ځای ورکوي.»

د کابل بل اوسېدونکي محمد حسین هم وویل:«نړۍواله ټولنه او اسلامي امارت باید سره جوړجاړی وکړي، غوره ده چې د افغانستان اقتصادي ستونزې حل شي.»

د نوي حکومت له په رسمیت پېژندلو سربېره، د افغانستان مېلیاردونه ډالره شتمنۍ د دغه وضعیت په ګرو کې ده او نوی حکومت د هغې کنګل پاتې کېدل د افغان ولس په حق کې بې انصافي ګني.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه