Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ۲۰۲۱کال کې په افغانستان کې د سولې تر ټولو تاریخي بهیر ناکام شو

۲۰۲۱ کال د افغانستان د سولې د بهیر لپاره یو مهم کال و.

داسې یو بهیر چې د افغانستان خلک له جګړې او وینې تویولو ستړي شوي او د بریا هیله کوي، دوی په دې تکل کې وو چې د کلونو جګړو او ناامنیو ټغر یې د تل لپاره ټول کړ. خو داسې ونه شوه او هیلې یې په نا امیدی بدلې شوې.

سږ کال د جمهوري ریاست د مرکچي پلاوي او طالبانو ترمنځ د خبرو دوهم پړاو پیل شو، خو له ډېر بحث سره سره یوازې د اجنډا پر سر هوکړې ته ورسېدل.

په ۲۰۲۱ کال کې د افغان سولې په برخه کې مهم لوبغاړي زلمی خلیلزاد افغانستان، قطر، پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو ته سفرونه وکړل چې د حکومت له مشرانو سره د انتقالي حکومت پر جوړولو خبرې وکړي، چې له امله د پر پخواني افغان ولسمشر اشرف غني له سختو نیوکو سره مخامخ شو.

په ورته وخت کې د سیمې او نړۍ یو شمېر ګاونډیو هېوادونو چې نه یې غوښتل په افغانستان کې د جګړې او سولې له معادلې سترګې پټې کړي، " پاکستان، ایران، روسیې، چین او ازبکستان." د طالبانو د هر یوه پلاوي کوربه توب وکړ خو بیا هم کابل د اګست په میاشت کې د واک د سوله ایز لیږد په پایله کې سقوط او دسولې بهیر ناکام شو.

د سیاسي چارو کارپوه صمد کارمند وویل، "۲۰۲۱ کلا لا هم د افغانانو لپاره د سولې کال نه و. سوله د دوی لپاره یوه هیله پاتې شوه."

د دواړو لورو څو څو ځله د خبرو د اصولو د پیل په موخه ګډې ناستې وکړې، خو داسې ونه شول. يعنې د افغانانو تر منځ اساسي خبرې اترې هيڅکله هم پيل نه شوې.

له واک څخه د اشرف غني په ګوښه کولو سره په افغانستان کې د مشارکتي حکومت رامنځته کول په کابل او سیمه ییزو پلازمینو کې د حکومت له مشرانو او سیاستوالو سره د خلیلزاد د مشورو اصلي موخه وه، خو دغه پلان د اشرف غني له خوا له سختو نیوکو سره مخ شو ځکه غنې د واک په لېږد د ټاکنو او یاهم د لویې جرګې له لارې ټینګار کاوه.

محمد اشرف غني وویل، د ټاکنو له لارې د واک لېږد زموږ لپاره یو اصل دی او په دې به هیڅکله هم معامله و نکړو.

ځینو سرچینو وویل چې په دغه کال کې اسلامي امارت ۹۰ ورځنی اوربند ته هم چمتو وو، خو په دوحه کې خبرې له کوم پرمختګ پرته په ټپه ولاړې دي.

د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي: "له لومړۍ مېرمنې سره یو شمېر همکاران هوايي ډګر ته تللي وم، پلان مې دا و چې دوی دوبۍ ته بوځم او له هغه ځایه به زه د طالب پلاوي سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ شم. "

د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې انتوني بلینکن اشرف غني ته یو لیک واستاوه، چې یوه کاپي یې په لومړي ځل طلوع نیوز خپره کړه، چې له غنې او عبدالله یې په جدي توګه د سولې په هکله د مذاکراتو غوښتنه و کړه، خو د مذاکراتو پر خواوو د واشنګټن مخ پر زیاتیدونکي فشار هېڅ مثبته اغېزه ونه کړه.

د ملي پخلاينې د عالي شورا د مشرتابه هيئت هڅې د نفوذ لرونکو سياسي څېرو په شتون کې هیڅ پایله ور نه کړه.

یو شمېر سیاستوالو د اشرف غني استعفا د کړکېچ د هواري یوه اساسي لاره بلله، خو ارګ د دغو غوښتنو سره سخت مخالفت و ښود. د اشرف غني سلاکار حمدالله محب وايي، چې د کابل د سقوط په ورځ هم د اګست پر ۱۵مه ټاکل شوې وه، چې د ده په ګډون د جمهوري ریاست یو پلاوی دوحې ته د واک د سوله ییز لېږد په اړه دوحې ته لاړ شې تر څو د سولې په هکله له طالبانو سره خبرې وکړي.

خو د اسلامي امارت د ځواکونو په لاس د یو په بل پسې د ولایتونو په سقوط سره، کابل هم د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه سقوط و کړ، اشرف غني او د هغه نږدې کړۍ له کابله نه وتښتېدل، چې په دې توګه د افغان سولې پروسې د بریا لپاره ديارلس کلنې هڅې شنډې شوې او اسلامي امارت بیا واک ته ورسید.

د دې مسایلو سره سره، د جمهوري ریاست سقوط په ۲۰۲۱ کال کې یو له خورا مهمو پیښو څخه و. د هېواد د ولسوالیو او ولایتونو په ګړندۍ سقوط سره د جمهوري نظام ریښې وچې شوې او بالاخره د افغانستان ۳۵۰ زره کسیز ځواک او نظام په بشپړه توګه له منځه ولاړ.

روان کال د افغانستان د خلکو لپاره مرګونی کال وو، د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو او د اسلامي امارت تر منځ جګړې زور واخیست، د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ لومړنۍ ولسوالي وه چې د همدغه کال د می په ۲۰مه یې سقوط وکړ او ورپسې د سقوط دغه لړۍ نوره هم ګړندۍ شوه.

د جولاى په شپږمه د بهرنيو چارو پخواني وزير محمد حنيف اتمر په رسمي ډول د ٨٠ ولسواليو سقوط تاييد کړ، په زړه پورې خبره دا وه چې د ولسواليو په ډراماتيک ډول سقوط ه دوی یو تاکتيکي شاتګ باله.

د ولسوالیو له ګړندي سقوط وروسته د ښارونو په مرکز کې جګړو زور واخیست. د نیمروز ولایت مرکز زرنج د اګست په شپږمه د طالبانو لاس ته ورغی.

که څه هم د بلخ، هرات او کندهار په ګډون په ځینو ولایتونو کې یو شمېر سیاسي مشرانو پر مقاومت ټینګار و کړ، خو په عمل کې له خپلو ژمنو څخه پاتې راغلل.

د افغانستان د ملی جنبش مشر مارشال عبدالرشيد دوستم وويل: "که په دې لاره کې موږ شهيدان شو، پر ځان وياړو او دا ملت به يوازې نه پرېږدو."

د افغانستان د اسلامي جمعیت د رهبرۍ شورا غړي عطا محمد نور وویل:«موږ د افغانستان خلکو او په ځانګړې توګه د بلخ خلکو ته ډاډ ورکوو چې موږ له دوی سره وو.

له دوو اونیو څخه په کمه موده کې له پنجشیر پرته نور ټول ولایتونه سقوط شول او د کابل له سقوط سره د پخواني حکومت ۳۵۰ زره سرتیري په بشپړه توګه له منځه ولاړ.

د جمهوري ریاست له سقوط څخه څو اونۍ مخکې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ ورځې او شپې وې. د واشنګټن پوسټ په وینا، د می له لومړۍ څخه د اګست تر ۱۵ پورې، ۴۰۰۰ پخواني حکومتي امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۰۰۰ نور ورک شوي دي.

د شمېرو له مخې له ۲۰۰۱ کال څخه د جمهوري ریاست تر پایه پورې د افغانستان د پخواني حکومت د دفاعي او امنیتي ځواکونو ۹۲ زره ځواکونه وژل شول.

مل پاسوال صادق شینواری وويل: "دا سقوط زموږ د هېواد په زيان دى. ګاونډي او د سيمې هېوادونه نه غواړي چې افغانستان يو پياوړى او خپلواک وسله وال پوځ ولري."

خو په پنجشېر کې د مقاومت د جبهې او د اسلامي امارت د ځواکونو تر منځ جګړې تر شلو ورځو دوام وکړ چې په پایله کې د سپټمبر په شپږمه دغه ولایت د اسلامي امارت لاس ته ولوېد چې په دې توګه یې یو جمهوري نظام چې شل کاله وړاندې یې په بن کې بنسټ اېښودل شوی وو، د خپلو ټولو ارزښتونو سره سره ګډوډ شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه