Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قاضیانو او ټولګټو وزارت د پراختیايي پروژو د کارکوونکو لاریون

نن (چهارشنبې، د کب په ۱۱مه) د تېر حکومت د سترې محکمې د قاضیانو یوې ډلې، د هغه څه له امله چې په اوسني وضعیت کې خپل بې برخلیکي بولي، په لاریون لاس پورې کړ.

د دوی په وینا له دې مخکې ۲۵۰۰ قاضیانو په سترې محکمه کې کار کاوه، خو شپږ میاشتې کېږي چې معاشونه یې نه دي ورکړ شوي او دمګړۍ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د تېر حکومت یو قاضي محمد همایون طاهري وايي:«له هغه مهاله چې اسلامي امارت واکمن شوی او دولت یې جوړ کړی، د افغانستان قضات په بې برخلیکۍ کې دي، یعنې شپږ میاشتې کېږي چې قاضیانو په ټول کې په بلاتکلیفۍ کې دي.»

دغه معترضین چې د سترې محکمې مخکې ته راغونډ شوي وو، په یوه پریکړه لیک کې، دغه ډول خلکو ته د کار کولو د زمینې د برابرېدو غوښتنه وکړه. د دوی په وینا، که چېرې یې پر غوښتنو غور ونه شي؛ نو کډوالۍ ته به اړ شي.

خو په یوه بل رپوټ کې د ټولګټو وزارت د پراختیايي پروژو یو شمېر کارکوونکو یو ځل بیا د خپلو معاشونو د نه ورکړې له امله اعتراض وکړ.

لاریون وال وايي د هغو کارکوونکو چې د ۱۴۰۰ کال له پيله تراوسه یې معاش نه دی اخیستی شمېر یې څه باندې ۳۰۰ تنو ته رسېږي.

د ټولګټو وزارت کارکوونکی محمد ابراهیم خېل په دې هکله وايي:«د ټولګټو وزارت برحاله چارواکي باید ژر تر ژره د ۴۰۰ انجینرانو معاشونه چې د هغوی د ۲ تر ۷ میاشتو معاش او حقوق له تېر دولته پاتې دي، اجرا کړي چې امارت د زمري میاشتې د پنځو ورځو ورکړی دی.»

تر دې مخکې هم د ټولګټو وزارت یو شمېر کارکوونکو د خپلو معاشونو د نه ورکړې له امله اعتراض کړی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه