Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بهرنیو او کورنیو غبرګونونو سربېره د کورونو د تلاشۍ بهیر دوام

اسلامي امارت د کور په کور تلاشۍ په شپږمه ورځ وايي چې د دغه کار موخه په کابل کې او ځينو ولایتونو کې د هېوادوالو د امنیت د ښه تامین لپاره ترسره کېږي.

شپږ ورځې مخ کې امنیتي ځواکونو د کابل په بېلابېلو سیمو او ځينو ولایتونو کې کور په کور د تلاشۍ بهیر پیل کړ.د دغو ځواکونو په وینا، کور په کور د تلاشۍ بهیر د سیمې د ګذر وکیل، د جومات د ملا امام او ښځينه ځواکونو په حضور سره په کابل او ځينو ولایتونو کې روان دي.

د لسمې حوزې امر مولوي شاکر وايي:«د تلاشۍ په لړ کې وسله، پوځي جامې او دولتي موټر ترلاسه شوي دي او داسې ځایونه کشف شوي دي چې د انسان تښتوونکو ځایونه وو.»
 
هېوادوال بیا په کابل کې د کور په کور د تلاشۍ په اړه بېلابېل لیدلوري لري. ځينې یې د امنیت ښه والي لپاره دغه بهیر مهم ګڼي.

د کابل یو تن اوسېدونکی په دې هکله طلوع نیوز ته وايي:«د امنیت د ټينګښت لپاره باید په ګډه کار وشي او له هغوی سره همکاري وشي، که چېرې همکاري ونه لرو، امنیت به ښه نه شي.»

خو د مصطفي کاظمي کورنۍ ادعا لري چې، امنیتي ځواکونو د تلاشۍ پر مهال له دوی سره ناسم چلن کړی او د دوی شخصي موټر یې هم وړی دی.

خو د کابل امنیه قومندانۍ بیا دغه څرګندونې بې بنسټه بولي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځډراڼ وايي:«موږ داسې څه نه دي کړي، د تلاشۍ پر مهال، د جومات ملا امام، د ګذر وکیل او د کور مشر حضور لري، که چېرې یو سرتېری یو شی په بل ځای کې اېږدي دا طبعیي ده، په قصدي توګه څيزونه مات شوي نه دي.»

له کابل، کاپیسا او پروان سربېره نن په بلخ ولایت کې هم د کور په کور د تلاشۍ بهیر پیل شو.

د بلخ امنیه قومندان سیف الله څرګندوي:«تلاشي د دې لپاره شوې ده ترڅو اختطاف شوی ماشوم پيدا شي، هغه سیمې چې شکمنې وې تلاشي شوې دي. په بلخ کې عمومي تلاشي پيل شوې نه ده.»

په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د کور په کور د تلاشۍ بهیر په داسې حال کې روان دی چې، دغه چاره د بښنې د نړۍوال سازمان، د بشري حقونو د څارونکو او په کابل کې د ځينو سفارتونو له غبرګونونو سره مخ شوی دی. یادو بنسټونو د خلکو د کورونو د پلټنې د روان بهیر د درېدو غوښتنه کړې ده.

په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د کور په کور د تلاشۍ بهیر په داسې حال کې روان دی چې، دغه چاره د بښنې د نړۍوال سازمان، د بشري حقونو د څارونکو او په کابل کې د ځينو سفارتونو له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت د کور په کور تلاشۍ په شپږمه ورځ وايي چې د دغه کار موخه په کابل کې او ځينو ولایتونو کې د هېوادوالو د امنیت د ښه تامین لپاره ترسره کېږي.

شپږ ورځې مخ کې امنیتي ځواکونو د کابل په بېلابېلو سیمو او ځينو ولایتونو کې کور په کور د تلاشۍ بهیر پیل کړ.د دغو ځواکونو په وینا، کور په کور د تلاشۍ بهیر د سیمې د ګذر وکیل، د جومات د ملا امام او ښځينه ځواکونو په حضور سره په کابل او ځينو ولایتونو کې روان دي.

د لسمې حوزې امر مولوي شاکر وايي:«د تلاشۍ په لړ کې وسله، پوځي جامې او دولتي موټر ترلاسه شوي دي او داسې ځایونه کشف شوي دي چې د انسان تښتوونکو ځایونه وو.»
 
هېوادوال بیا په کابل کې د کور په کور د تلاشۍ په اړه بېلابېل لیدلوري لري. ځينې یې د امنیت ښه والي لپاره دغه بهیر مهم ګڼي.

د کابل یو تن اوسېدونکی په دې هکله طلوع نیوز ته وايي:«د امنیت د ټينګښت لپاره باید په ګډه کار وشي او له هغوی سره همکاري وشي، که چېرې همکاري ونه لرو، امنیت به ښه نه شي.»

خو د مصطفي کاظمي کورنۍ ادعا لري چې، امنیتي ځواکونو د تلاشۍ پر مهال له دوی سره ناسم چلن کړی او د دوی شخصي موټر یې هم وړی دی.

خو د کابل امنیه قومندانۍ بیا دغه څرګندونې بې بنسټه بولي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځډراڼ وايي:«موږ داسې څه نه دي کړي، د تلاشۍ پر مهال، د جومات ملا امام، د ګذر وکیل او د کور مشر حضور لري، که چېرې یو سرتېری یو شی په بل ځای کې اېږدي دا طبعیي ده، په قصدي توګه څيزونه مات شوي نه دي.»

له کابل، کاپیسا او پروان سربېره نن په بلخ ولایت کې هم د کور په کور د تلاشۍ بهیر پیل شو.

د بلخ امنیه قومندان سیف الله څرګندوي:«تلاشي د دې لپاره شوې ده ترڅو اختطاف شوی ماشوم پيدا شي، هغه سیمې چې شکمنې وې تلاشي شوې دي. په بلخ کې عمومي تلاشي پيل شوې نه ده.»

په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د کور په کور د تلاشۍ بهیر په داسې حال کې روان دی چې، دغه چاره د بښنې د نړۍوال سازمان، د بشري حقونو د څارونکو او په کابل کې د ځينو سفارتونو له غبرګونونو سره مخ شوی دی. یادو بنسټونو د خلکو د کورونو د پلټنې د روان بهیر د درېدو غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه