Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د میر مجاهد کورنۍ: مجاهد او ورور یې د ا.ا ځواکونو له خوا نیول شوي

د کابل د پاورلفتینګ فډراسیون مسوول جواجه میر مجاهد له خپل ورور سره له درې ورځو راهیسې کابل کې نادرکه شوي دي، د جواجه میرمجاهد کورنۍ ادعا لري چې ښاغلی مجاهد او ورور یې د اسلامي امارت ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د نوموړي د کورنۍ په وینا، د دوشنبې په ورځ (د کب په ۱۵مه) امنیتي ځواکونو ښاغلی مجاهد او ورور یې غلام محمد رحماني یې له خپله کوره له ځان سره بوتلل.

خو اسلامي امارت په دې هکله څه نه وايي.

د خواجه میر مجاهد مور چې، له درېیو ورځو راهیسې د خپلو دوو زامنو له برخلیکه بې خبره ده طلوع نیوز ته وايي:«غوښتنه مې دا ده چې زامن مې ازاد شي او بېرته کور ته راشي. هغوی باید ازاد شي، کوم کار یې نه دی کړی.»

د ډاکټرغلام محمد رحماني مېرمن په دې هکله وايي:«وې ویل چې پلاره راشه د کلپ شاګرد دی، په کار یې یې، وارخطا بېرته راغی چې طالبان راغلي او پلار مې ونیو، زما خاوند ولاړ، هغه یې هم ونیوه. موږ ګاونډیانو ته غږ وکړ چې پوښتنه وکړي ولې؟ یو ګاوندۍ او د کوڅې وکیل راغلل، د هغوی خبرې یې ونه منلې. په خپله ولاړم پنځه یا شپږ طالبان وو، ما ته یې ښکنځلې وکړې چې دنننه شه.» 
دغه کورنۍ وايي چې، له هېڅ ډلې سره اړیکې نه لري او د حکومت له مشرتابه غواړي چې، هغوی راخوشې کړي.

له دې سره سم، د هېواد د پاور لفټنګ عمومي رییس هم ادعا کوي چې، خواجه میر مجاهد د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

د افغانستان پاورلفټینګ د ملي فډراسیون عمومي رییس نجیب الله ایوبي څرګندوي:«هغه د افغانستان د پاورلفټینګ په برخه کې ډېر زیار کاږلی، موږ له اسلامي امارته هیله کوو چې هغوی له بنده ازاد کړي او کورنۍ ته یې وسپاري.»

د اسلامي امارت امنیتي بنسټونو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په روانه اوونۍ کې د ندیمې په نامه د یوې مدني فعالې او کومېډینې کورنۍ هم ادعا کړې وه چې، هغه هم له څو ورځو راهیسې په کابل کې تادرکه شوې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه