Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام د نړۍ ټینګار

د پناه غوښتونکو په څانګه کې د ملګرو ملتونو کمېشنر له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې یو ځل بیا له افغانستان سره د دغه بنسټ د مرستو پر دوام ټينګار وکړ؛ خو ورسره یې زیاته کړه چې، نړۍ د دغې چارې په بدل کې له کابله ځينې غوښتنې هم لري. 

نوموړی وايي، په دې برخه کې پرمختګونه شوي او د اسلامي امارت چارواکو هم ورسره ژمنې کړې دي. 

د پناه غوښتونکو په څانګه کې د ملګرو ملتونو سازمان کمېشنر فلیپو ګرانډي وايي:«نړۍواله ټولنه هم توقعات لري. دا چې امنیت شته، د لږکیو حقونو ته درناوی کېږي، ښوونځیو ته نجونې ځي او دا چې، ښځې کولی شي کار وکړي. دا د مرستو د دوام لپاره ډېر مهم مسایل دي. زه فکر کوم چې، دا یو تدریجي بهیر دی. طالبانو هم په دې برخه کې ژمنې کړې دي.»
 
د ملګرو ملتونو دغه چارواکی د نړۍوالې ټولنې مرستې د افغانستان د اوسني ناورین لپاره بسیا نه بولي او وايي، هڅې روانې دي چې، د روانې میاشتې تر پایه افغانستان ته د پیسو د راټولولو په موخه یوه لویه غونډه جوړه شي. 

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې، افغان ولس به تر کومې د نړۍوالو مرستو ته سترګې په لاره وي، وویل:«دا په حقیقت کې یوه ننګونه ده. د اوس لپاره، بشري مرستې کېږي او دا دایمي نه دي. د دغه هېواد په وضعیت کې باید ښه والی راشي؛ خو دا هم یو پیچلی وضعیت دی. بندیزونه باید لېري شي او د بندیزونو د لېرې کولو او د کنګل شویو پیسو د ازادولو چارې هم پیچلې دي او ډېرو نورو سیاسي بحثونو ته اړتیا لري. په ورته وخت کې، په داسې حال کې چې، موږ هڅې کوو دغه چاره اسانه کړو موږ د بشري مرستو پراختیا او دوام ته هم اړتیا لرو.»

نوموړی له دې سربېره له افغانستانه د ناقانونه کډوالۍ بهیر هم یوه لویه ننګونه بولي او وايي، د لږکیو حقوقو ته درناوی، امنیت او د بشري مرستو په رسولو سره ښايي دغه ننګونې هم حل شي.

ښاغلی ګرانډي زیاتوي:«لا هم په هېواد کې د بې ځایه کېدو ننګونه شته. په څو کلونو کې څه باندې درې مېلیونه کسان د جګړو او تاوتریخوالو له امله بې ځایه شوي دي. یوازې په ۲۰۲۱ کال کې څه باندې ۶۰۰ زره کسان بې ځای شوي دي. خو جالبه دا ده چې، واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو سره سم، په دغه هېواد کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی. دا په دې خاطر ده چې، پخوانۍ جګړې پایته رسېدلي او زموږ د وړاند وینو له مخې، ۱۷۰ زر کسان بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي دي. دا یو ښه خبر دی. که چېرې امنیت وي او وکولی شو مرستې ورته برابرې کړو؛ نو ښايي ډېر نور خلک هم بېرته خپلو مېنو ته په ستنېدو سره خپل عادي ژوند پیل کړي.»

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی په اوکراین کې د افغان کډوالو لاسنیوی ناشونی ګڼي او په اندونیزیا او ابو ظبي کې د پناه غوښتونکو وضعیت ته رسېدنه د درېیمو هېوادونو له واکونو ګڼي او وايي دغه بهیر به ښايي ډېر وخت ونیسي.

د پناه غوښتونکو په څانګه کې د ملګرو ملتونو سازمان کمېشنر فلیپو ګرانډي وايي، په دې برخه کې پرمختګونه شوي او د اسلامي امارت چارواکو هم ورسره ژمنې کړې دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه