Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مقتي: له افغانستان سره بشري مرستې د اقتصادي ناورین حل لار نه ده

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ترکیې له «ټي ار ټي» ټلوېزیون سره په مرکه کې له افغانستان سره بشري مرستې د اقتصادي ناورین د حل لار نه ګڼي او په افغانستان کې د پراختیايي پروژو په برخو کې د نړۍوالو مرستو غوښتونکی شو.

د بهرنیو چارو وزاررت سرپرست امیرخان متقي په دې هکله زیاته کړه:«موږ غواړو چې افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي او د ټولو افغانانو ستونزې حل شي، د افغانستان له خلکو سره د بشرپاله مرستو ترڅنګ باید له افغانستان سره پراختیايي مرستې هم وشي چې د کار او بار زمینه برابره شي.»
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغې مرکه کې یوځل بیا ټینګار کوي، چې اوسنی سرپرست حکومت پراخ بنسټه دی. ښاغلی متقي د نړۍوالې ټولنې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې غوښتنه هم کوي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي څرګندوي:«اوسنی نظام یو داسې نظام دی چې له ځانګړي قوم او سیمې څخه جوړ نه دی بلکې د ټولو افغانانو له خوا جوړ نظام دی او په هغه کې ټولو ونډه اخیستې ده.»

خو د نړۍوالو اړیکو شنونکی ولي فروزان د مشروعیت په هکله داسې وايي:«مشروعیت له بهره نه اخیستل کېږي؛ د نړۍوالې ټولنې غوښتنې د افغانستان د خلکو غوښتنې هم دي لکه د بیان ازادي، د وګړو حقونه، د ښځو حقونه او سیاسي ګډون.»
 
د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود هم څرګندوي:«د افغانستان اسلامي امارت تر ټولو مخکې ملي ناسته چې جرګه ده جوړه کړي چې د افغانستان ټولې پرګنې په کې وي او هیله هم شته چې نړۍواله ټولنه هم اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.»

له دې ټولو سره سره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر چې اوس اوس افغانستان ته راغلی دی، وایي چې د روسیې او اوکراین جګړه باید د افغانستان د هېرېدو لامل نه شي.
 
د د کډوالو په چارو کې ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګرانډي وايي:«موږ باید حل لارې ولټوو او په افغانستان کې واقعي پروژې پلي کړو او په دې تړاو د نړۍوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لرو.»

که څه هم افغانستان ته یو اندازه نړۍوالې مرستې رارسېږي، خو تر اوسه دغو مرستو د هېوادوالو د اقتصادي ستونزو په حل کولو کې د پاموړ اغېز نه دی لرلی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغې مرکه کې یوځل بیا ټینګار کوي، چې اوسنی سرپرست حکومت پراخ بنسټه دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه