ایران یو ځل بیا په افغانستان کې د یوه داسې ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ چې په هغه کې د افغانستان ټول قومونه ونډه ولري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې له خپل عراقي سیال سره د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل، تهران به هغه مهال د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني چې ټول قومونه پهکې ونډه ولري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان وویل: «موږ په افغانستان کې شته حکومت په دې شرط په رسمیت پېژنو چې دا حکومت ټولګډونه وي.»
بلخوا په کابل کې د پراختیا او عدالت ګوند هم اوسنی حکومت ټولګډونه نه ګڼي. د دې ګوند مشر له اسلامي امارته غواړي، یو داسې حکومت جوړ کړي چې د هېواد ټول قومونه پهکې ونډه ولري.
د پراختیا او عدالت ګوند مشر سید جواد حسیني وايي: «له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.»
ښاغلی حسیني همداراز پر هغه څه چې د بشري حقونو د نقض پېښې او د اسلامي امارت له لوري یې د عمومي بښنې د فرمان نقض ګڼي؛ هم نیوکه کوي.
د پراختیا او عدالت ګوند مشر سید جواد حسیني زیاتوي: «موږ غواړو چې د عمومي بښنې فرمان د افغانستان په ټولو وګړو په دقت سره پلی شي.»
بلخوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال یو ځل بیا ټینګار کوي چې اوسنی حکومت ټولګډونه دی او ټولو قومونو ته پهکې ونډه ورکړل شوې ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «د تېرې ادارې له اتیا سلنې ډېر کارکوونکي پر خپلو دندو بوخت دي چې په دوی کې له ټول هېواده کسان شته او همداراز د مشرتابه په کچه چې د کابېنې په جوړښت کې تغیرات راغلي، د هېواد له ټولو قومونو څخه په کې څېرې لېدل کېږي.»
اوسمهال په افغانستان کې د نږدې لسو هېوادونو سیاسي استازولۍ فعالې دي، خو د اسلامي امارت له بیا راتګه د نږدې اتوو میاشتو په تېرېدو سره تر دې اوسه پورې هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نهدی پېژندلی.
په دې اړه مو اندونه