Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ښځو او ملکي وګړو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالی

په افغانستان کې د وسله‌والې جګړې د موقعیت او پیښو د معلوماتو پروژې د نوي راپور له مخې، په افغانستان کې د ښځو او ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال پر مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه ​​اویا سلنه لوړه شوې ده.

په دې راپور کې راغلي: «زموږ ادارې د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې د افغان ښځو پر وړاندې د سیاسي تاوتریخوالي ګڼ شمېر پېښې ثبت کړې دي. دا دومره ډېرې پېښې دي چې موږ په ۲۰۱۷ کال کې د کار له پیله نه‌وې ثبت کړې. د دې تاوتریخوالي د ۷۰ سلنې عاملان طالبان دي او د پاتې ۲۵ سلنې مسوولیت یې د داعش او نورو ناپېژنده وسله‌والو پر غاړه دی او زموږ د مالوماتو له مخې، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.»

په‌دې راپور کې د خبریالانو او معترضو ښځو پر وړاندې د زور-زیاتيو تر سره کېدو په اړه هم اندېښنه ښودل شوې ده.

د ښځو د حقونو فعاله شمایل وايي: «افغان ښځې د طالبانو په واکمنۍ کې د بشري حقونو د وضعیت او د هغوی د انساني حقونو په اړه ډېرې اندېښمنې دي، ځکه په افغانستان کې نه حساب ورکوونکی حکومت او نه هم مسووله اداره شته.»

خو اسلامي امارت د دې راپور په ردولو سره وايي، د ښځو د نیول کېدو په درشل کې له هغوی سره هېڅ ډول زور-زیاتی نه‌دی شوی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني وايي:«یو شمېر ښځې د تنبیې او توصیې په موخه نیول شوې وې، خو ژر تر ژره خوشې شوې.»

د پېښو او د وسله‌والو نښتو د ځایونو د اطلاعاتو پروژه یو غیر دولتي سازمان دی چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې په ۱۹۱ هېوادونو کې د پېښو او د نښتو د ځایونو په اړه اطلاعات ارزوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه