د طلوع نیوز پخوانی رییس مجاهد کاکړ دوه کاله مخکې په جرمني کې د سرطان ناروغۍ له امله ومړ. ښاغلي کاکړ له یوې لسیزې ډېر وخت د طلوعنیوز د سیاسي او خبري خپرونو د چلوونکي په توګه کار وکړ.
د طلوعنیوز د خبر پخواني مدیر پروېز شمال وویل: «مجاهد کاکړ چې کله د طلوعنیوز رییس د رسنیو د ازادۍ او پرمختګ لپاره یې داسې کارونه تر سره کړي چې د کلونو-کلونو لپاره به یې په هېواد کې یادونه کېږي. مجاهد کاکړ هېڅ وخت د ډلو، قومي، سیاسي او ان مالي فشارونو لاندې نه و راغلی او په ډېر خپلواک ډول سره یې د رسنیو د پرمختګ لپاره د پام وړ کارونه تر سره کړي.»
د طلوعنیوز خبریال تمیم شهیر وايي: «د نوي ژورنالېزم په راوړلو کې کاکړ ډېره هڅه کړې ده او پهدې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري چې موږ اوس کولای شو د هغه له دې لاسته راوړنو د خبریالۍ په برخه کې یادونه وکړو، د هغه وخت خبریالان چې اوس پاتې دي، ډېر مهم او څېړنیز راپورونه یې جوړ کړي.»
ښاغلی کاکړ هغه خبریال و چې د هېواد ډېر وګړي یې له غږ او څېرې سره بلد دي. هغه د کلونو لپاره د ټلوېزیون له پردې او د بیان ازادۍ له عملي سره د خلکو غږ لوړ کړ.
مجاهد کاکړ په ۲۰۰۵ کال کې له موبي ګروپ سره یو ځای شو او په طلوع او طلوعنیوز کې د خبرونو د ژباړې، ویندویی او د سیاسي خپرونو د چلولو په برخو کې کار وکړ. په ۲۰۰۹ کال کې د موبي ګروپ په اډانه کې د طلوع نیوز له جوړېدو وروسته مجاهد کاکړ د دې شبکې د مشر په توګه خپل کار ته دوام ورکړ.
د افغانستان ژورنالېسټانو د ټولنې اجراییوي رییس حجتالله مجددي وايي: «د سیاسي خپرونو ډېر ښه چلوونکی وو، ډېرو کسانو له هغه زدهکړل چې په کوم مسکلي ډول سیاسي خپرونې وچلوي، د هغه نهشتون ستره ضایعه او د افغانستان ټولنې ته یوه نه منوونکی جبران ګڼي.»
ښاغلي کاکړ لسګونه سیاسي خپرونې چلولي او پهدې برخه کې یې څو معتبرې رسنیزې جایزې هم ګټلې دي. د هېواد رسنیزه ټولنه د ښاغلي کاکړ مړینه د بیان د ازادۍ کورنۍ ته یوه لویه ضایعه ګڼي.
د طلوعنیوز د خبر څانګې مدیر زیرک فهیم وايي: «خدای بښلي مجاهد کاکړ په افغانستان کې د خپلواکو مطبوعاتو په وده کې لویه ونډه درلوده. هغه د خبریالۍ او رسنیو د مدیریت ځانګړ سبک انتخاب کړی و او د طلوعنیوز د مسلکي کار د اصولنامو په جوړولو کې دخیل و. کاکړ صاحب له یوه سره یو نوموتی ژورنالېسټ و چې په کور دننه او بهر یې نیک شهرت درلوده.»
د مجاهد کاکړ یو خپلوان غفور صبوري وايي: «دوه کاله وړاندې نن ورځ له هېواده بهر په یوه روغتون کې ناروغۍ له کبله په حق ورسېده.»
مجاهد کاکړ ۵۱ کاله عمر وکړ او له هغه دوه زامن پاتې دي.
په دې اړه مو اندونه