Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حقاني د اسلامي امارت ځواکونو ته؛ دعمومي بښنې فرمان ته ژمن پاتې شئ

د اسلامي امارت یوه لوړ پوړي غړي انس حقاني د خوست ولایت په صبرۍ ولسوالۍ کې د یوې غونډه پر مهال د اسلامي امارت له ځواکونو غوښتي چې له شخصي دوښمنیو تېر شي او د عمومي بښنې فرمان ته ژمن پاتې شي.

د اسلامي امارت لوړ پوړي غړي انس حقاني وویل: «له شخصي خواهشاتو او غضب، قهر او انتقامي فکر نه ووځو او د خپلو امیرانو قانون او اسلامي نظام مات نه‌کړو، هغې ته زیان و نه رسوو، د اسلامي نظام نوم بد نه‌کړو.»

ښاغلی حقاني په ظاهره له خلکو سره د اسلامي امارت د ځینو غړو پر ناسم چلند نیوکې وکړې او له دغو ځواکونو یې په ټینګار سره غوښتنه وکړه چې له خلکو سره په نرمۍ چلند وکړي.

د اسلامي امارت لوړ پوړي غړي انس حقاني وویل: «ډېر مجاهدین چې یو چاته ټوپک، یو چاته رنجنر رسېدلی او څوک د حوزې، پوستې او ولایت او ولسوالۍ مسوول شوی دی، په هغوی کې د مصب له وجهې نه جوش پیدا شوی دی، هغه ولس ته هم په سپک نظر ګوري، هغوی باندې هم دا احسان اړوی چې دوی ته مو هم غفوه کړې ده، ولس خو هغه دی چې ما او تا ته یې شپه راکوله، ولس خو هغه دی چې ما او تا ته یې په خپله مړۍ کې نیمايي برخه راکوله.»

د اسلامي امارت دغه غړی په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت بیا راتګ د واک د تر لاسه کولو په مانا نه ګڼي.

یو قومي مشر وايي: «زموږ د دغه نظام اساس او بنیاد داسې مشرانو ایښی دی چې هغه مشران له دین څخه پوره واقف دي؛ نو موږ په دوی باندې یقین دی چې ان‌شاء‌ الله دغه نظام نور هم ښایسته کېږي.»

تر دې مخکې انس حقاني په خوست کې یوې بلې ورته غونډه د وینا پر مهال ویلي وو چې د نجونو د پاتې ښوونځیو د پرانېستې ستونزه به هم ډېر ژر حل شي او همداراز یې زیاته کړې وه چې په‌دې اړه به تر راتلونکو څو ورځو پورې یو شمېر دیني عالمان او مسلکي کسان خپل کار پیل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه