Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په هکله رپوټونه رد کړل

اسلامي امارت د نجونو د ښوونخیو د پرانیستو په هکله د مکتوب صادرول رد کړل.

د پوهنې وزارت هغه مکتوب چې له تېرې ورځې راهیسې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي جعلي ګڼي او وايي چې تراوسه د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په هکله وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

ځينې زده کوونکې وایي چې د دغه مکتوب په ليدو سره هیله منې شوې چې ګواکې ښوونځي پرانیستل کېږي.

مومنه نذیري یوه له هغو زده کوونکو ده، چې په خورا په بې صبرۍ د نجونو د ښوونځيو پرانیستلو ته په تمه ده.

هغه وايي:«یو ځل بیا یې موږ ته ګوزار راکړ؛ زموږ زړونه یې مات کړل؛ کله چې خبر شوو دا مکتوب رسمي نه دی او یوازې یوه اوازه ده ناهیلې شوو؛ دا اقعاً له ښځو، نجونو او د نجونو له زده کړو سره لوبې دي.»

ځينې زده کوونکې وایي، د ښوونیز کال څو میاشتې تېرې شوې خو لاهم ښوونځيو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

زده کوونکې شیبا وویل:«له بده مرغه کابو لس میاشتې کېږي چې د افغانستان نجونې د علم او زده کړو له کاروانه بې برخې دي او دا د اندېښنې او خواشینۍ ځای دی.»

څه باندې دوه اوونۍ وړاندې اسلامي امارت د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو لپاره د یوې کمېټې د جوړېدو اعلان وکړ، خو دغې کمېټې تر اوسه د خپل کار او فعالیتونو په تړاو معلومات نه دي ورکړي.
  
د ښځو د حقونو فعاله فرح مصطفوي وايي:«دا مسله یو کړکېچ او یو خطرناک بشري ناورین دی.»

د پوهنتون استاد حکمت الله میرزاد هم څرګندوي:«د علم زده کړه نه یوازې یوه ټولنیزه او کسیزه اړتیا ده بلکې یوه فریضه او دیني امر دی.»

د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو د نجونو د ښوونځيو د پرانیستل کېدو په تړاو د ښو خبرونو یادونه کړې، خو ۱۶۲ ورځې کېږي، چې له شپږم ټولګې پورته نجونې زده کوونکې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه