Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لوی اختر په ورځو کې په بې مخینې توګه د رسټورانټونو د کار کمښت

سږکال لوی اختر کې د یو شمېر رستورانټونو کارو بار په بې مخینه توګه پیکه شوی دی.

د ځينو رسټورانټونو خاوندان وايي چې د بې وزلۍ او بې کارۍ له امله د اختر په ورځو کې یې هم خپل مشتریان له لاسه ورکړي دي.

د یو شمېر رسټورانټونو خاوندان وایي چې د تېر کال پرتله یې کاروبار کم شوی دی او د اختر په ورځو کې هم رسټوانټونو ته لږ کسان د ډوډۍ خوړولو لپاره ورځي.

رحیم چې د یوه رسټورانټ خاوند دی، له دېرشو کلونو راهیسې پر دغه کار بوخت دی هغه وايي:«مخکې موږ دلته د ورځې یو لک او کابو یونیم لک روپۍ عاید درلود اوس پنځه ویشت او یا ۳۰ زره لرو؛ له دغو پیسو سره د دوکان کرایه د شاګردانو معاش هر څه پر موږ تاوان دي.»

د کابل ډېری رسټورانټونه په دې ورځو کې خپله پخوانۍ ګڼه ګوڼه نه لري.

د رسټورانټ کارکوونکي حمزه وویل:«تېر کال او حتا کلونه مخکې کله چې موږ د اختر په دویمه ورځ حتا په لومړۍ ورځ چې کله موږ کار پيل کاوه ، لاس به مو لاس ته نه رسېده.»

د رسټورانټ بل کارکوونکی احمد شاه هم وايي:«ټول خوراکي توکي قیمته شوي، له اوړو نیولې تر غوړیو او نورو توکو، موږ له چارواکو غواړو چې مخنیوی یې وکړي.»

بل خوا یو شمېر هېوادوال وایي،چې د کار د نشتوالي له امله تر پخوا لږ کسان رسټونونو ته ځي.

د کابل اوسېدونکی  مسلم شاه څرګنده کړه:«پخوا د ډوډۍ خوړلو لپاره موږ په یوې میاشت کې لس ځله هم رسټورانټ ته راتلوو، اوس په میاشت کې یو ځل هم نه شو راتلای، ځکه چې کارو بار نشته بېکاري ده، ټول کارو بار نه لري، بې کاره دي.»

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وایي،چې کوچنيو کاروبارونو ته پاملرنه د اقتصادي ودې لاره اواري.

د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي وویل:«له یوې خوا د لومړنیو توکو لوړوالی او له بلې خوا د پېرلو لپاره د ځواک کمېدل یا د تقاضا کمېدل هغه لاملونه دي چې د کوچني کار په ځانګړې توګه رسټورانټونو ته جدي زیان ورسوي.»

د اقتصادي چارو د ځینو شنونکو په باور، د بې وزلۍ او بې روزګارۍ له امله د خلکو د پېرولو د توان کچه راټېټه شوې ده او اسلامي امارت باید د دې ستونزې د حل لپاره په هېواد کې زیربنایي پروژې عملي کړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه