د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي شکایت کوي چې د پاسپورټ د اخیستو لپاره له نوملیکنې وروسته په میاشتو-میاشتو په تمه وي، څو پایله یې تر لاسه کړي.
پاسپورټ غوښتونکي زیاتوي، د دې ادارې پر وېبپاڼه د کورنیو بستو نهشتوالي د نومونو په لیکلو کې له ستونزو مخ کړي دي.
د پاسپورټ غوښتونکی محمد اشرف وايي: «یو کس ته یې د زمري څلورمه نېټه ټاکلې او بل ته یې د زمري اوومه او همدا ستونزه ده، دوی ټولې کورنۍ ته یوه نېټه نه ټاکي او دا ورته زموږ وړاندیز دی چې ټولې کورنۍ ته په یو وخت نېټه وټاکلي.»
یو بل پاسپورټ غوښتونکی محمد یونس وايي: «څلور میاشتې وړاندې مې نوملیکنه کړې وه، اوس مو نوبت راورېسده.»
بلخوا یو شمېر پاسپورټ غوښتونکي وایي، تر اوسه په ولایتونو کې د پاسپورټونو ریاست څانګې نهدي فعاله شوي.
د پاسپورټ غوښتونکی سیف احمد وايي: «موږ ناروغ لرو باید پاسپورټ واخلو، زرګونه کسان له دې ستونزې کړېږي، باید دې ستونزې ته رسېدنه وشي.»
ورته مهال د پاسپورټ ریاست ویاند وایي، د دغو ستونزو د حل کولو لپاره به د دې ادارې کارکوونکي زیات شي او ولایتي دفترونه به هم فعال شي.
د پاسپورټ ریاست ویاند نور الله پتمن وايي: «زموږ تخنیکي ټیم پهدې برخه کې کار کوي او امکان لري پهدې برخه کې کارکوونکي ډېر شي.»
بل خوا په کابل کې د برښنایي تذکرو غوښتونکي وایي، د دغو تذکرو د چاپ او وېش بهیر درول شوی دی.
د بریښنایي تذکرې غوښتونکی سمیع الله وايي: «موږ سهار راغلي یوو، تر دې مهاله ښه پر مخ ځي، خو وايي، د اوس لپاره وېش نهشته او د وېش وخت هم مالوم نهدی.»
د بریښنایي تذکرې یو بل غوښتونکی وايي: «د چاپ لړۍ اوس درېدلې ده، د سېسټم ستونزو ته په کتو، نه چاپېږي.»
د مرکزي احصایې او معلوماتو د ملي اداري ویاند د برښنایي تذکرو د چاپ او وېش بهیر د درېدو لامل په چاپخونه کې تخنیکي ستونزې بولي.
د مرکزي احصایې او معلوماتو د ملي ریاست ویاند محمد حلیم وايي: «د اوس لپاره په ټولو ولایتونو کې موږ ۷۱ فعالې څانګې لرو او یوازې په کابل کې ۱۷ فعالې څانګې شته.»
د پاسپورټ ریاست د مسوولانو په وینا د دې ادارې له لوري په ورځ کې شاوخوا څلوېښت زره پاسپورټونه وېشل کېږي.
په دې اړه مو اندونه