Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حنفي: افغانستان کې بشري حقونه تر ډېره د نړیوالو له خوا نقض شوي

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي، په میمنې ښار کې د یوې ولسي غونډې پرمهال چې ځایي مسوولانو هم ګډون کړی و وایي نړۍ هڅه کوي د بشري حقونو په پلمه افغان مېرمنې بې عزته کړي.

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي وویل:«نړۍوال غواړي چې زما او تاسو خویندې بې عزته، بې عفته او بې پردې کړي؛ دا څه ډول حقوق دي؟ نړۍوال وايي چې یو پردی هلک دې له یوې پردۍ نجلۍ سره دې په یوې څوکۍ کېني دا ډول حقوق نه ملت غواړي نه هم عقیده او مذهب اجازه ورکوي او نه هم الله (ج) او نه هم نبي کریم (ص) اجازه ورکوي.»

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست وايي نړیوالې ټولنې په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونه کړې ده.

هغه زیاته کړه:«ماشومان، وروڼه، میندې او خویندې شهیدانېدل؛ ښوونځي بمبارېدل، جوماتونه بمبارېدل او شهیدان کېدل، مدرسې بمبارکېدې، بشري حقونه چېرته ول؟ او محبس یې زموږ له علماوو او مجاهدینو یې ډکول او سپي یې خوشې کول هغه وخت بشري حقونه چېرته ول؟»

ښاغلی حنفي د اسلامي امارت د ځینو ځواکونو ظاهري بڼې ته په اشارې سره وايي د اسلامي امارت د مشر ځینې فرمانونه نه عملي کېږي.

 نوموړی زیاتوي هڅه کېږي چې د دغو یو شمېر ځواکونو ظاهري بڼې په اسلامي شریعت برابرې کړي:«ویښته تر زنګانو رسوي دا په کوم ځای کې راغلي دي؟ ویښتې تر اوږو پرېږدي دا په کوم ځای کې راغلي دي؟»

له بلې خوا، دیني عالمان چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی له اسلامي امارت څخه یو لړ غوښتنې لري.

دیني عالم مولوي غلام نبي غفوري څرګنده کړه:«د دغو سترو لاسته راوړنو ساتنه ډېره سخته ده. د دغو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره د افغانستان ټول مسلمانان مسوولیت لري.»

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست په دغه ناسته کې د نوموړي ولایت له پوځي چارواکو وغوښتل چې کم عمره کسان په خپلو لیکو کې شامل نه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه