Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان درې نیم مېلیارډ ډالرو کنګل شویو شتمنیو لپاره د یوه صندوق جوړول

د امریکا مالیې وزارت د سویس دولت په ګډون له خپلو نړۍوالو شریکانو سره په همغږۍ د افغانستان د شتمنیو د ساتنې لپاره یو صندوق جوړ کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه صندوق به د افغانستان د اقتصادي ننګونو په کمولو کې مرسته وکړي او د افغانستان بانک شتمنۍ به په‌کې خوندي شي.

انوار الحق احدي، شاه محمد محرابي، په سویس کې د امریکا سفیر او د سویس د بهرنیو چارو وزارت یو غړی د دغه صندوق د معتمدینو د پلاوي غړي دي او دوی به د افغانستان د شتمنیو د څرنګوالي په اړه پرېکړې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ونډي شرمن وړايي: «امریکا او شریکان یې یو مهم ګام مخ پر وړاندې ږدي؛ څو دا ډاډ ترلاسه شي چې، د افغانستان د خلکو د ستونزو د راکمولو او د اقتصاد د ښه والي لپاره کېدای شي له ډېریو سرچینو په داسې حال کې چې، طالبان ځواب ویونکي ګڼي، کار اخیستل کېږي.»

د افغانستان د اقتصادي څېړنو د مرکز رییس وايي، دغه ۳٫۵ میلیارډ ډالره به د افغانانو د لوږې د لمنځه وړلو لپاره ونه کارول شي او په وینا یې دغه پیسې به د اقتصاد د پیاوړتیا، د افغانیو د چاپ او د برېښنا په څېر د لویو وارداتو په برخو کې ولګول شي چې، دا د هېواد په ګټه نه دي.

د افغانستان د اقتصادي څېړنو مرکز رییس محمد اصف ننګ وايي: «مالکیت حق ګټه له منځه ځي، دویمه مساله د یوې ټولنې ټاکل دي چې دا شورا له افغانستان بېرون ده او درېیمه مساله دا ده چې تر څو پیسې خپله د یوه هېواد په مرکزي بانک کې نه وي، که په بل هر ځای کې وي، هغه موخې نه‌شي تر لاسه کېدای د کومو لپاره چې دا شتمنۍ جوړې شوې دي.»

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: «له ۳٫۵ مېلیارډ ډالرو څخه ګټه اخیستل چې د افغانستان د شتمنیو پشتیوانه ده، د څلورو ملګرو تر نظر لاندې چې دوه یې افغانان دي او دوه نور یې نور دوستان دي؛ زما په نظر نه یوازې ستونزه نه حلوي؛ بلکې ستونزوه هم ډېروي.»

خو د افغانستان اقتصاد وزارت بیا له امریکا غواړي چې د افغانستان دغه کنګل شوې شتمنۍ د افغانستان بانک په واک کې ورکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «څوک حق نه‌لري چې زموږ خلکو ته شرط کېدي چې دا پیسې د چا له لوري چېرته مصرف شي.»

پخوانی ولسمشر وايي، د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ نه ښايي چې دوه برخې ووېشل شي او په وینا یې دغه ستمنۍ باید وساتل شي.

حامد کرزي د دلوې په ۱۵مه له طلوع‌نیوز سره په خبرو کې ویلي وو: «کله چې دا ازادې هم شي، پر فعلي حکومت مې غږ دا دی چې مصرف نه کړای شي، په هېڅ عنوان باید نه معاشاتو ته ورکړل شي، نه خریدارۍ ته ورکړل شي او نه بل ته. دا باید د افغانستان د خزانې په توګه وساتل شي، د افغانستان د اینده نسلونو او د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره.»

د افغانستان د شتمنۍ د ساتنې د صندوق د معتمدینو پلاوي غړي وايي، افغانستان د نړۍوال بانک، د اسیا پراختیايي بانک او د پیسو د نړۍوال صندوق غړیتوب لري او په وینا یې د افغانستان له شتمنیو ۲ تر ۳ میلیونه ډالره یادو لویو مالي بنسټونو ته د حق العضویت لپاره ورکړ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه