Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره پر کورني مشروعیت د اروپايي ټولنې ټینګار

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي له طلوع  نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د کورني مشروعیت مساله اړینه بولي.

توماس نېکلاسون وایي، تر اوسه سرپرست حکومت د کورني مشروعیت د خپلولو  لپاره داسې جرګه نه‌ده جوړه کړې چې ښځې او نارینه په‌کې ګډون ولري.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی  توماس نېکلاسون وايي: «بله مساله داده چې نړۍ څه په رسمیت وپېژني؟ طالبانو نه‌ده څرګنده کړې چې څه ډول یو سسټم لري او څرګند نه‌ده چې پخوانی اساسي قانون لا هم پر خپل ځای دی او که‌نه؟ هغوی ژمنه نه‌ده کړې او دا به ډېر مهم ګام وي چې هغوی له کوم شرط پرته په بشپړ ډول د ملګرو ملتونو د منشور درناوی وکړي. دا هغه ګامونه دي چې هغوی یې پورته کولای شي، خو بیا هم دوه مهم اړخونه شته: کورنی مشروعیت او مسوولیت چې له مخې یې د نړۍوالې ټولنې له لوري په رسمیت وپېژندل شي.»

توماس نېکلاسون زیاتوي، اروپايي ټولنه داسې افغانستان غواړي چې په‌کې د هر وګړي بشري حقونو او ازادۍ ته درناوی وشي.

ښاغلی نېکلاسون وايي: «په هېواد کې له ټول‌ګډونه حکومت زموږ موخه د خلکو د نوملړ وړاندې کول نه‌دي. دا ونډه د هزاره ګانو، تاجکانو، ښځو او نارینه‌وو لپاره نه‌ده، خو یو سېسټم او بهیر دی چې هر بالغ افغان، ښځه او نارینه د نظر د څرګندولو حق ولري او لکه څنګه چې مو د حکومتي سېسټم په اړه وویل چې څوک باید هېواد رهبري کړي، تګلارې څنګه وي او د هر افغان بشري حقونو او د ازادۍ حق ته درناوی وشي.»

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی په‌دې بارو دی چې له افغان سرپرست حکومت سره خبرې او تعامل د اوسنیو ستونزو د حل تر ټولو غوره لار ده.

توماس نېکلاسون څرګندوي: «زه باور لرم چې خبرې او تعامل تر ټولو غوره لار ده چې په ځینو برخو کې به وخت ونیسي، خو د دروازو تړل غوره بدیل نه‌دی.»

خو اسلامي امارت په  وار-وار په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره د نړۍوالې ټولنې غوښتنه د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې او زیاته کړې یې ده چې اوسنی حکومت ټول‌ګډونه دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه