Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سراج‌الدین حقاني:‌ ناکامي په اختلاف کې ده او له دې کارونو ډډه وکړئ

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې له اختلافاتو ډډه وکړي.

سراج الدین حقاني په زابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د اسلامي امارت له مسوولانو وغوښتل چې له اختلافونو ځانونه لرې وساتي، ځکه په خبره یې د اختلافاتو دوام به ښې پایلې و نه‌لري.

نوموړي همداراز له خلکو سره د اسلامي امارت د ځواکونو د ښه چلند غوښتنه هم کوي.

ښاغلی حقاني وايي: «ناکامي په دې اختلاف کې ده، له دې شیانو نه ډېر ځانونه لرې وساتئ. کوشش وکړئ چې د مینې، محبت، الفت او عزت ژوند تېر کړئ. د خلک پر مخ باندې دروازې خلاصې پرېږدئ. داسې تعامل ورسره وکړئ چې په نمایش او ریا کارۍ باندې بنا نه‌وي.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست پر دې باور دی چې د نړۍ ځینې کړۍ هڅې کوي د سرپرست حکومت پر وړاندې یو شمېر خلک مقابلې ته هڅوي.

سراج الدین حقاني زیاتوي: «د دې مغرضې کړې په‌دې لګیا دي چې د اسلامي نظام په مقابل کې خلک مقابلې ته راپورته کړي. ګورئ دغو خلکو ته هم ډېر شرم پکار دی.»

د سیاسي چارو کارپوه امین‌الله احساس وايي: «داخلي ثبات د یوه حکومت لپاره یوه اساسي خبره ده او اسلامي امارت باید دغې خبرې ته توجه وکړي. که چېرې د ولس او حکومت تر منځ اختلاف او واټن پیدا شو، د هغو حکومتونو عمر ډېر لږ وي.»

واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو د پنځلسو میاشتو په تېرېدو سره لا هم هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو د ځينو هېوادونو سفارت خونې په کابل کې فعال دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه