Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د امریکا غږ او ازادي راډیو خپرونو بندول

د امریکا غږ راډیو په یوه راپور کې لیکلي، اسـلامـي امـارت په افغانستان کې دننه د امریکا غږ او ازادي راډېو خپرونې بندې کړې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د امریکا غږ او ازادي راډیو د نشراتو د بندیدو په غبرګون کې وايي، له ملي ټلویزیون سره د دغو رسنیو د قرارداد د لغوه کیدو له امله د دوی خپرونې بندې شوې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي زیاتوي: «دا موضوع تر ډېره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ملي ټلویزیون سره دی.دواړه اړخونه قرارداد لري چې دا قرارداد فسخه شوی دی، نو له همدې امله يې نشرات بند شوي دي.»

بل خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مشر عبدالحق حماد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د ژورنالیسټیکي اصولو نه مراعت کولو له امله يې د آزادۍ راډیو نشرات بند کړي دي.

په همدې حال کې د رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه په افغانستان کې د امریکا غږ او آزادۍ راډیو د نشراتو بندېدو په اړه اندېښمن دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مرستیال عبدالقدیم ویاړ وايي: «هغه رسنۍ چې د افغانستان د اصولو او قوانینو مطابق فعالیت کوي په کار داد ده، چې تشویق شي او ملاتړ يې وشي، ځکه ازادې رسنۍ خلکو ته د اطلاعاتو او معلوماتو په رسونه کې مهمې دي.»

د افغانستان د ژورنالیستانو شورا مشر حفیظ الله بارکزی زیاتوي: «زما په نظر نړیوال ملکونه ځان ته شرایط لري لکه د بشري حقونو، د ښځو حقوق او د بیان آزادۍ خوندیتوب، چې فکر کوم د راډیوګانو د نشراتو بندولو پرېګړې به ښې پایلې ونه لري.»

تر دې وړاندې د بې پولې خبریالانو راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت واک ته د بیاځلې له رسېدو وروسته ۲۱۹ رسنیو د بېلابېلو لاملونو له امله خپل فعالیتونه بند کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه