د افغانستان مرکزي بانک وايي چې د هېواد سوداګریزو بانکونو ته د نویو چاپ شویو بانکنوټونو د وېش بهیر پیل شوی دی.
د دغه بانک ویاند وايي چې له بازار به ټولې زړې پیسې راټولې او په ځای به یې نوې چاپ شوې پیسې ووېشل شي.
د مرکزي بانک ویاند حسیب الله نوري وايي:« د افغانستان بانک، د هېواد د مرکزي بانک په توګه چې یوه له دندو یې د پیسو د سیاست طرحه او د بانکنوټونو چاپ او خپرول دي، د پیسو د مقعول سیاست په پام کې نیولو سره، تل یې هڅه کړې ده، چې د بازار تقاضا ته په پام سره، زړې پیسې راټولې او د هغه پر ځای نوي بانکنوټونه بازار ته عرضه کړي.»
له دې سره سم، د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، زړو افغانیو د صرافانو کاروبار ستونزمن کړی دی.
د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک وویل:«زاړه بانکنوټونه واقعاً په مارکېټ کې ستره ستونزه رامنځته کړې وه. زه هیله من یم چې ژر تر ژره د افغانیو بانکنوټونه د زړو بانکنوټونو ځای ونیسي او دا ستونزه چې زموږ په اسعاري مارکېټونو کې او په ټول افغانستان کې شتون لري، ژر تر ژره حل شي.»
له بل لوري د کابل ځينې اوسېدونکي د نویو افغانیو د وېشل کېدو له بهیره هرکلی کوي.
د کابل اوسېدونکی ذبیح الله وايي:«له مرکزي بانکه زموږ غوښتنه دا ده دغه نوې پیسې چې په بهرنیو هېوادونو کې چاپ شوي، چې بانک ته یې راوړي، همدا بازار ته عرضه کړي چې مو له دغو ستونزو خلاص شو.»
د کابل بل اوسېدونکی هم څرګندوي:«زړې پیسې خو خپلې ستونزې لري. لومړی که موږ یې وا نه خلو. کله چې واخلو، یو بل کس یې نه اخلي.»
تر دې مخکې دوو فرانسوي او پولنډي شرکتونو د افغانستان پیسې چاپ کړې او لومړنۍ بسته یې د ۲۰۲۲ کال د نومبر پر نهمې هېواد ته راولېږدول شوې.
په دې اړه مو اندونه