Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نوی ښوونیز کال او د ښوونځیو نه پرانیستو په هکله د نجونو اندېښنې

هغه زده کوونکې نجونې چې په نوي هجري لمریز کال کې یې هم د ښوونځیو برخلیک روښانه نه شو سختې اندېښمنې دي.

دوی وایي، تمه یې درلوده چې په نوي هجري لمریز کال کې به یې د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي، خو د ښوونځیو بند پاتې کېدو غمجنې کړې دي.

په داسې حال کې چې، نوی تعلیمي کال د کابل په اماني لېسه کې د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره پیل شو؛ خو لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې د خپلو ښوونځيو پرانیستل کېدو ته په تمه دي.

دوی وايي، دا چې، لا تر اوسه یې ښوونځي نه دي پرانیستل شوي؛ نو ډېرې ناهیلې شوې دي.

زده‌کوونکې زینب وايي:«د نوِي ښوونیز کال له پیل سره، بیا هم موږ ناهیلې یوو. او د دې غوښتونکي یوو چې زموږ ښوونځي پرانیزي. ویلي یوو چې په یوې طرحې کار کوو؛ خو دا طرحه هېڅ نه وروستۍ کېږي.»

بله زده کوونکې صدف هم وویل:«دوه کاله کېږي چې موږ په بې برخلیکۍ کې یوو. او د دې په تمه یوو چې د ښوونځيو دروازې پرانیستل شي چې د هلکانو په څېر وکړای شو خپلو درسونو ته دوام ورکړو.»

بله زده کوونکې مریم هم څرګندوي:«نوی ښوونیز کال پيل شوی دی، هلکان له دې وروسته ښوونځي ته ځي. او موږ نه شوو کولای چې ولاړې شو، موږ له اسلامي امارته دا غواړو چې ژر ترژره موږ پر مخ هم ښوونځي پرانیزي.»  

ځینې هېوادوال هم له سرپرست حکومته غواړي چې، پاتې نجونو ته هم د زده کړو د دوام اجازه ورکړي.

د خوست اوسېدونکی عیوب داد هم وايي:«له ډېر وخت نه د افغانستان اسلامي امارت څخه د نړۍوالو غوښتنه هم دا ده او د خپله افغانانو غوښتنه هم دا ده. او دوی هم په دې دلیل باندې اتفاق لري چې هم ښځينه‌وو ته او هم نرینه‌وو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.»

د ښځو د حقونو په چارو کې ځينې فعالینې وايي، سرپرست حکومت لا تر اوسه د نجونو د پاتې ښوونځيو د ژر پرانیستې په تړاو پر خپلو کړو څرګندونو عمل نه دی کړی.

د پوهنتون استادان وايي، له زده کړو د نجونو په منع کېدو سره به د نجونو زده کوونکو او زده کړیالانو په ګډون هېواد هم زیانمن شي.

د پوهنتون بل استاد حکمت‌الله میرزاده وايي:«په واقعیت کې نه یوازې له زده کړې د یوه کهول د بې‌برخې کېدو لامل کېږي. بلکې په راتلوونکي کې د ملي بې‌اعتمادۍ او د دولت او نویو واکمنو ترمنځ د واټن او به نړۍواله کچه د رسمیت پېژندلو په وړاندې به جدي خنډ رامنځته کړي.»

د اسلامي امارت مسوولان بیا وايي، د نجونو د زده‌کړو مخالف نه دي او زیاتوي چې، د نجونو د ښونځيو د پرانیستې په تړاو بحثونه روان دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه