د پروان امنیې قومندان طلوعنیوز ته وایي، تمه ده د تعلیمي نصاب د بیا کتنې وروسته د نجونو پر وړاندې د ښوونځېو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي.
دی چې په کندهار کې د اسلامي امارت له مشر سره د لېدنې وروسته پروان ته ستون شوی، زیاتوي، د اسلامي امارت مشر په سپارښتنه د تعلیمي نصاب د بیا کتنې یوه کمېټه جوړه شوې چې د کار ډېره برخه یې بشپړه شوې هم ده.
د پروان امنیې قومندان عزیزالله عمر زیاتوي: «د ښوونځیو او پوهنتونونو پیلولو کې هېڅ ستونزه نهشته، یوازېنۍ ستونزه په نصاب کې ده، د همدې د سمون لپاره یوه کمېټه ټاکل شوې چې نصاب وګوري، وروسته یې عالمانو ته وړاندې کړي، د عالمانو له تایید وروسته، انشاء الله شروع کېږي.»
یو شمېر نجونې زدهکوونکې هم له شپږم ټولګي پورته د ښوونځېو دروازو تړل کېدو، د دوی پر رواني وضعیت ناوړه اغیز کړی دی. دغه نجونې وایي، د ښوونځېو پرانېستل کېدو اړوند د ښه خبر اورېدو ته شېبې شماري.
په پروان کې یوه زدهکوونکې زحل وايي: «په بشپړ ډول ناهیلي شوي یوو، هیله مو درلوده چې په نوي کال کې به د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.»
په پروان کې یوه بله زدهکوونکې مرسل وايي: «له اسلامي امارته غوښتنه کوم چې زموږ پر مخ د نجونو ښوونځیو دروازې پرانیزي.»
بلخوا یو شمېر محصلانې چې له زده کړو محرومه پاتې شوي، وایي، د نوي ښوونیز کال پېلېدو سره پوهنتون د تلو اجازې د ورکړې په تمه وې.
په پروان کې یوه زدهکړیاله حسنا بهزاد وايي: «دې ته سترګې پر لار یوو چې زموږ پر مخ پوهنتونونه پرانیزي او موږ ته هم اجازه راکړي چې درس ولولو.»
دا په داسې حال کې ده چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدو، کورني او بهرني غبرګونونه له ځانه سره لرلي دي.
په دې اړه مو اندونه