Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ګالوپ په نظر پوښتنه کې له امریکا د ۱۳ مسلمانو هېوادونو نارضایتي

د  ګالوپ څېړنیز بنسټ په یوې تازه نظر پوښتنه کې په بېلابېلو برخو کې د امریکا، د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو په تړاو د افغانستان په ګډون په ۱۳ مسلمانو هېوادونو کې د خلکو نظرونه ارزولي دي.

په دغې نظر پوښتنه په افغانستان کې ۸۵ سلنه پوښتل شویو، د ولس واک نظام د رامنځته کېدو، د اقتصادي وضعیت ښه‌والي او سیاسي راتلوونکي په هکله د امریکا د سیاستونو، په هکله منفي لیدلوری لرلی دی.

د دې نظر پوښتنې له مخې، ۱۴ سلنه افغانانو ویلي دي، چې امریکا متحده ایالتونو د ولسواک نظام په راوستو، د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو او د سیاسي راتلونکي د ترسیمولو لپاره د دوی په پیاوړي کولو ښه عمل کړی دی، خو پنځه اتیا سلنه نورو هېوادوالو په دې تړاو منفي نظر لرلی دی.

زده کړیال بارز عاطف په دې هکله طلوع نیوز ته وویل:«امریکا نه ده توانېدلې چې په د دغو کلونو په لړ کې پر افغانستان ځانګړی اغېز وکړي. یا کومه ستره پروژې پرېږدي چې خلک د وخت په اوږدو کې له هغې استفاده وکړي.»

د دغې نظر پوښتنې له مخې، د نړۍ د ۱۳ هېوادونو ډېری وګړي پر دې باروي دي، چې امریکا د دغو اهدافو تعقیبولو ته ژمنه نه وه.

په دې لړ کې په دغو برخو کې د امریکا د سیاستونو د پلي کېدو په تړاو ایرانیانو تر ټولو کم رضایت او د کویټ وګړو تر ټولو ډېره خوشبیني ښودلې ده. 

اخوا، د سیاسي او اقتصادي چارو شنونکي په دې تړاو بېلابېل نظرونه لري.

د حقوقي چارو شنوونکی فاروق علیمي وايي:«دا ټول نظر پوښتنې کولای شي چې د ټولنې واقعیتونه انعکاس کړي. دا ټول نظر پوښتنې باید وشي، معلومه شي. چې د امریکا د ځواکونو او متحدانو د حضور په هکله د یوه هېواد عمومي افکار څه دي.»

دغه نظر پوښتنه، په افغانستان، عراق، ایران، پاکستان، ترکیې، ټونس، کوېټ، لېبیا او څو نورو هېوادونو کې ترسره شوې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه