د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له پاکستانه غواړي چې په دغه هېواد کې ټول افغان بندیان خوشې کړي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټېلفوني اړیکه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو او په دغه هېواد کې د افغان بندیانو د خوشي کېدو په تړاو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وایي، چې امیرخان متقي له بلاول بوټو زرداري غوښتې دي، چې د کوچني اختر تر رارسېدو مخکې ټول افغان بندیان خوشي کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد وايي:«د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې چې کوم افغان بندیان پراته دي او هغوی باید خوشې شي، څو وکولای شي را روان کوچنی اختر په کور کې تېر کړي.»
اخوا، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت سرکونسل وايي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان له بندخونو تر ۵۰ زیات افغان بندیان خوشي کړای شوي دي.
په کراچۍ کې د افغانستان جنرال کونسل عبدالجبار تخاری څرګندوي:«کوم کسان چې پاتې دي. د دوی تعداد ۲۶۵ کسان دي. په دې کې هم انشاالله ۵۰ کسان له اختر نه مخکې زموږ په کوښښ باندې ازاد شوي دي او وطن ته یې استوو.»
له دې سره هممهاله، په یوې ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، لیدل کېږي، چې د پاکستان پولیس دوه افغانان وهي ټکوي. طلوع نیوز د دغې ویډيو د وخت او ځای په تړاو معلومات نه لري.
د نظامي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی وايي:«دا لومړی ځل نه دی چې په ایران او پاکستان کې افغان وګړي داسې وهل ټکول کېږي او سپکاوی یې کېږي. په بېلابېلو هېوادونو کې داسې شوي دي او حتا په ترکیه، ایران، پاکستان، هند کې شوي دي.»
د کډوالو د حقونو فعاله آصفه ستانکزۍ څرګندوي:«د حسنه ډپيلوماټیکو اړیکو رامنځته کول، د کډوالو د وضعیت د ښهوالي لپاره له مهمو چارو څخه دي. په دې برخه کې اړتیا ده چې د کډوالو د وضعیت د ښهوالي لپاره دواړه لوري مناسبې طرحې وړاندې کولو سره عملي ګامونه پورته کړي.»
د پاکستان له حکومت سره د اسلامي امارت له خبرو وروسته د دغه هېوا له زندانونو نه ۲۲۲۰ بندیان خوشي شوي، چې له دې منځه ۲۲۱ یې ښځې او ۳۲۳ نور یې ماشومان وو.
په دې اړه مو اندونه