د ملګرو ملتونو امنیت شورا، به نن (پنجشنبه) په افغانستان کې د ښځو د کار بندیز په اړه پرېکړهلیک تصویب کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د دې پرېکړهلیک په تصویب سره له سرپرست حکومته وغواړي، څو د ښځو د کار بندیز په اړه پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازې لانا نصیبه وايي: «په افغانستان کې ستونزې څو اړخیزې دي او هغو ته باید رسېدنه وشي، خو هغه څه چې واضح دي دا دي چې له ښځو پرته نهشي کېدای چې د هېواد دغه ناوړه وضعیت ته په تل پاتې توګه رسېدنه وشي.»
د افغان ښځو د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې تر راتلونکو څلورو ورځو د انټونیو ګوټېرېش په کوربتوب د افغانستان په تړاو یوه بله غونډه په دوحه کې جوړه شي.
د اسلامي امارت ویاند د دوحې غونډې له ګډونوالو غواړي چې د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو پرېکړه وکړي.
ذبیحالله مجاهد وايي: «د افغانستان اسلامي امارت یو نظام دی او خلک ترې تمه لري، باید په رسمیت وپېژندل شي او حقونه یې باید په ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو کې ورکړل شي، موږ له ټولو هېوادونو سره د ښو او نیکو اړیکو غوښتونکي یوو.»
له بل لوري د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي بیا د دوحې غونډې په تړاو ویلي، له دې غونډې څه مشخصه تمه نهلري.
د سیاسي چارو کارپوه سید مقدم امین وايي: «اسلامي امارت د ملي او اسلامي ارښتونو په ساتلو سره کولای شي له نړۍ سره پهدې برخه کې هوکړې ته ورسېږي.»
د سیاسي چارو یو بل نجیبالرحمن شمال وايي: «د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نورو ارګانونو فرمانونو او مصوبو او قوانینو پلي کېدو ته مکلف دي.»
له دې سره سم، د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیالې په یو لړ ټویټونو کې د دوحې په جوړېدونکې غونډه کې د ښځو د استازو پر نهشتوالي نیوکې کړي او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان لپاره د ډېریو هېوادونو ځانګړي استازي نارینه دي او له پرلپسې غوښتنو سره-سره دې غونډې ته هېڅ افغان ښځه نهده بلل شوې.