Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غويي اتمې ته کتنه؛ په افغانستان کې د مجاهدینو د بریا ۳۱مه کلیزه

نن (جمعه) د غويي اتمه په افغانستان کې د مجاهدینو د بریا له یو دېرشمې کلیزې سره برابره ده.

مجاهدین له ۱۴ کاله مبارزې وروسته د ۱۳۷۱ کال د غويي پر اتمه پر دې بریالي شول چې د ډاکټر نجیب‌الله احمدزي په مشرۍ حکومت رانسکور او واک ته ورسېږي.

د افغانستان د ژغورې لارې عالي شورا رییس سید اکبر اغا وايي: «د افغانستان ملت له دوی سره خوښ نه و، څوک چې کمونستان و، د حکومت پر ګدۍ باندې ناست و، دویم عامل یې دا و چې ټولو نړیوالو نه غوښتل چې کمونستان دې دلته په قدرت کې پاتې نه‌شي.»

که څه هم د مجاهدینو بریا د افغانانو د جهاد ثمره بلل کېږي، خو واک ته د مجاهدینو له رسیدو وروسته په هېواد کې کورنۍ جګړې پیل شوې چې له امله یې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او مېلیونونه نور کډوالۍ ته اړ شول.

خو په افغانستان کې د غوایي یا ثور د ۸ پایلې څه وې؟

د پوځي چارو یو بل کارپوه صادق شینواری زیاتوي: «د غويي اتمې له بریا وروسته د اطلاعاتو نشتوالی، له یو بل سره دوښمني او د ګوندونو تر منځ کړکېچ، د قدرت پر سر د شخړو او د کورنیو جګړو لامل شو.»

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: «د بریا له لومړۍ ورځې څخه یې د جګړې نښې نښانې لېدلې کېدې او بالاخره له څو محدودو میاشتو تېرېدو وروسته په کابل کې خپلمنځي او ویجاړونکې جګړې پیل شوې او په افغانستان کې ډېرې بدې او ترخې پېښې وشوې.»

اسلامي امارت هم په یوه اعلامیه کې د غوایي یا ثور ۷ توره او دغه راز د ثور یا غوایي ۸ بیا د بریا، ازادۍ او افغان ملت د ژغورنې ورځ ګڼي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: «د غويي اوومه په هېواد کې یوه توره ورځ ده چې موږ یې غندو او هېڅ‌کله یې تکرار نه غواړو او بله د غويي اتمه یا د ژغورنې او د افغانانو د بریا ورځ ده، په‌دې ورځ په افغانستان کمونیستي مفکوره له ماتې سره مخ شوه.»

ورته مهال د یو شمېر سیاسي څیرو په ګډون د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په ټویټ کې لیکلي، دغه ورځ د یوه ازاد او سرلوړي ​​ملت د بې‌سارې قربانۍ پایله ده.

که څه هم په هیواد کې د مجاهدینو له بریا ۳۱ کاله تېرېږي، خو د ځینو کارپوهانو په وینا لا هم په هېواد کې د کورنیو اختلافاتو جرړې په بشپړه توګه نه‌دي ایستل شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه