Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لوی اختر په مناسبت د هېواد له بندخونو د نږدې ۲۲۰۰ بندیانو ازادېدل

سترې محکمې د هېواد د لوی اختر په مناسبت د هېواد له بندخونو د کابو ۲۲۰۰ بندیانو له ازادېدو خبر ورکړی دی.

دغې محکمې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د لوی اختر په مناسبت او د اسلامي امارت د مشر او د سترې محکمې د فرمان په مناسبت د هېواد له ټولو بندخونو  ۲۱۷۸ تنه بندیان ازاد او د ۴۸۹ نورو بندیانو د بند په موده کې هم کمښت او تخفیف راغلی دی.

د مسوولینو په خبره، په ازادو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د هرات د زندانونو د پالیسۍ او مسلکي چارو د انسجام امر نعمت الله ارشاد وویل:«یو پلاوی ګومارل شوی او دلته یې څېړنه وکړه. جرمونه یې بېلابېل وو، پر هغو کسان چې د توبې اثار په کې څرګند شوي وو، اصلاح شوي وي او دلته ورته د درس او تدریس زمینه هم برابره شوې ده، هغه کسان په دغه فرمان کې شامل دي.»

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمد قاسم ریاض څرګنده کړه:«تېره ورځ د هلمند له عمومي او مرکزي بندخونې او د ولسوالیو له بندخونو ۱۱۸ تنه بندیان د امیر المومنین د ځانګړي فرمان پر بنسټ ازاد شول.»

د کندهار مرافعه محکمې د جزا دیوان رییس فضل الله عاصم وویل:«په دې منځ کې داسې کسان هم شته چې هغوی ته د بند ترڅنګ، په درې هم وهل شوي، ۳۹، دُرې، یا هم ۳۵ دُرې یا ۳۰ دُرې وهل شوي دي. هغه کسان چې د محاکمو له خوا پرې حد جاري شوی وو، یا د بند کمه موده یې پاتې وه، ازاد شوي دي.»

ورته مهال، یو شمېر ازاد شوي زندانیان، له نورو هېوادوالو غواړي چې د قانون پر خلاف هېڅ کړنه ونه کړي. 

پکتیا کې پخوانی بندي زبیر وویل:«ان‌شاالله دا زما پیغام دی، چا چې تېروتنه کړي وي، نور یې ونه کړي. اسلامي امارت دی، هرڅوک مرګ او ژوند لري، که‌چېرې تېروتنه یې کړې وي، نور داسې تېروتنه نه کوي.»

په روزګان کې پخوانی بندي صدیق الله هم وايي:«دا چې د یوه جنايي جرم څخه وروسته دلته راغلی وم، د قضايي ارګانونو له خوا ما ته بند راکړل شی و، اوس مې ۹ میاشتې تېرې کړې دي؛ خو د امیرالمومنین له فرمان وروسته نن موږ وبښل شوو او خوشحاله یوو چې د کور په لور ځوو.»

د مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ، چې دغه بندیان د نشه‌یي توکو د قاچاق، درنو او جنایي جرمونو په جرم بندیان شوي وو.

دغه محکمې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ستر اختر په مناسبت او د اسلامي امارت د مشر او د سترې محکمې د فرمان په مناسبت د هېواد له ټولو بندخونو  ۲۱۷۸ تنه بندیان ازاد او د ۴۸۹ نورو بندیانو د بند په موده کې هم کمست او تخفیف راغلی دی.

تصویر بندانگشتی

سترې محکمې د هېواد د لوی اختر په مناسبت د هېواد له بندخونو د کابو ۲۲۰۰ بندیانو له ازادېدو خبر ورکړی دی.

دغې محکمې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د لوی اختر په مناسبت او د اسلامي امارت د مشر او د سترې محکمې د فرمان په مناسبت د هېواد له ټولو بندخونو  ۲۱۷۸ تنه بندیان ازاد او د ۴۸۹ نورو بندیانو د بند په موده کې هم کمښت او تخفیف راغلی دی.

د مسوولینو په خبره، په ازادو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د هرات د زندانونو د پالیسۍ او مسلکي چارو د انسجام امر نعمت الله ارشاد وویل:«یو پلاوی ګومارل شوی او دلته یې څېړنه وکړه. جرمونه یې بېلابېل وو، پر هغو کسان چې د توبې اثار په کې څرګند شوي وو، اصلاح شوي وي او دلته ورته د درس او تدریس زمینه هم برابره شوې ده، هغه کسان په دغه فرمان کې شامل دي.»

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمد قاسم ریاض څرګنده کړه:«تېره ورځ د هلمند له عمومي او مرکزي بندخونې او د ولسوالیو له بندخونو ۱۱۸ تنه بندیان د امیر المومنین د ځانګړي فرمان پر بنسټ ازاد شول.»

د کندهار مرافعه محکمې د جزا دیوان رییس فضل الله عاصم وویل:«په دې منځ کې داسې کسان هم شته چې هغوی ته د بند ترڅنګ، په درې هم وهل شوي، ۳۹، دُرې، یا هم ۳۵ دُرې یا ۳۰ دُرې وهل شوي دي. هغه کسان چې د محاکمو له خوا پرې حد جاري شوی وو، یا د بند کمه موده یې پاتې وه، ازاد شوي دي.»

ورته مهال، یو شمېر ازاد شوي زندانیان، له نورو هېوادوالو غواړي چې د قانون پر خلاف هېڅ کړنه ونه کړي. 

پکتیا کې پخوانی بندي زبیر وویل:«ان‌شاالله دا زما پیغام دی، چا چې تېروتنه کړي وي، نور یې ونه کړي. اسلامي امارت دی، هرڅوک مرګ او ژوند لري، که‌چېرې تېروتنه یې کړې وي، نور داسې تېروتنه نه کوي.»

په روزګان کې پخوانی بندي صدیق الله هم وايي:«دا چې د یوه جنايي جرم څخه وروسته دلته راغلی وم، د قضايي ارګانونو له خوا ما ته بند راکړل شی و، اوس مې ۹ میاشتې تېرې کړې دي؛ خو د امیرالمومنین له فرمان وروسته نن موږ وبښل شوو او خوشحاله یوو چې د کور په لور ځوو.»

د مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ، چې دغه بندیان د نشه‌یي توکو د قاچاق، درنو او جنایي جرمونو په جرم بندیان شوي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه