Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ذبیح‌الله مجاهد د ځينو بهرنیو وګړو د بندي کېدو خبر ورکړ

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي چې د امریکا متحده ایالتونو په ګډون د ځينو هېوادونو وګړي د امنیتي مسایلو په ګډون د ځينو مسایلو له امله اسلامي امارت سره بندیان دي.

ذبیح‌الله مجاهد د دغو بهرنیو وګړو د برخلیک په اړه زیاتوي چې د دوی د دوسیو له څېړلو وروسته به، سرپرست حکومت د هغوی په اړه پرېکړه وکړي.
 
ښاغلي مجاهد په دې هکله زیاته کړه:«څارل شوي کسان نیول شوي او له امنیتي مسایلو سره تړاو لري، له هغو مسایلو سره یې تړاو درلود چې زموږ د قوانینو پرخلاف دي او د هغو اصلولو په خلاف دي چې څوک په افغانستان کې ژوند کوي، دا ډول باید نه وي. موږ یې څېړو ګورو چې هغوی څومره مجرم ثابتېږي یا نه ثابتېږي، که چېرې نه وو هغوی خوشې کوو، که‌چېرې مجرم وپېژندل شول ورته د حل لار پیدا کوو.»                    

بل خوا، د نظامي چارو شنوونکي وایي هغه بهرني وګړي چې په هېواد کې یې کوم جرم کړی وي، باید د محکمې د حکم له مخې خوشي شي.
                               
د سیاسي چارو شنوونکی زلمی افغانیار طلوع‌نیوز ته وویل:«هر بهرنۍ وګړی چې دویم هېواد ته سفر کوي مکلف دی چې د هغه هېواد قانون ته درناوی وکړي، که‌چېرې بهرنیان نن په افغانستان کې بندیان دي باید د افغانستان د قانون پر بنسټ له هغوی سره چلند وشي.»
                                
د سیاسي چارو شنوونکی ثمر سادات هم وايي:«د هغو بهرنيو بندیانو د ازادولو لپاره چې د اسلامي امارت په بند کې دي باید د ښه‌نیت په پام کې نیولو سره هغوی ازاد شي او په دې برخه کې له هغو هېوادونو سره چې د هغوی وګړي دلته بندیان دي مثبت تعامل پېل کړي.»  

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړو استازو د زمري په لسمه په دوحه کې په جوړې شوې غونډه کې له اسلامي امارته وغوښتل چې د دغه هېواد وګړي له قید او شرط پرته خوشي کړي او دغه راز نیونې یې له اسلامي امارت سره د امریکا د مثبت تعامل پر وړاندې خنډ بللې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه