د اوسلو د سولې څېړنیز انسټېټیوټ په یوه راپور کې د دوحې تړون په افغانستان کې د جمهوري نظام د پرځېدو زمینه برابرونکی ګڼي.
د دغه راپور پر بنسټ چې امریکا د افغانستان حکومت څنډې ته کړ او له طالبانو سره یې خبرې پېل کړې چې په پایله کې یې جمهوریت سقوط وکړ.
د اوسلو د سولې څېړنیز انسټېټوټ د راپور په یوه برخه کې راغلي:«امریکا خپل هغه مهم مسوولیت ته چې د افغانستان پر وړاندې یې درلود او د یوه ولسواک او منظم سیاسي دولت ساتنه وه او له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې ملاتړۍ وه، شا کړه او د خپلو پوځیانو ویستلو ته یې لومړیتوب ورکړ.»
د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي طلوعنیوز ته وویل:«څېړنه بشپړه سمه نهده د دې لپاره چې چې د اشرف غني حکومت غوښتل چې طالبان په بشپړه توګه ورته تسلیم شي او د هغه د حکومت برخه شي، په دوحه کې یې د اوږدې مودې لپاره مرکچي ډله هم لرله؛ خو ونهتوانېدل چې له طالبانو سره مذاکره وکړي.»
خو اسلامي امارت بیا، د اوسلو د سولې د څېړنیز انسټېټیوټ راپور ته په غبرګون کې وايي، د دوحې هوکړه د افغانستان د معظلې د پایته رسولو او له هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو یوازینۍ حل لار وه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وویل:«امریکایان هم له دې چې شل کاله یې بې تجربې جګړه مخته یوړه او بې ځایه مصرف یې وکړ او بېلابېل ظلمونه یې ترسره کړل دې پایلې ته ورسېدل چې نور یې پوځي هڅې پایله نه ورکوي، د دوحې هوکړې ته راغلل او د کړکېچ د حل لپاره یوه مناسبه لار وه.»
د سیاسي چارو ځينې شنوونکي بیا پر دې باور دي چې امریکا باید په نامسوولانه توګه له افغانستانه وتلي نهوای. دوی ټینګار کوي چې امریکا باید له وتلو مخکې، د موقت حکومت پر جوړېدو کار کړی وای.
د سیاسي چارو شنوونکی حسن حقیار وویل:«امریکا پوه شوه چې دلته پرېکنده بریا ستونزمنه ده، نو غوره یې وګڼله چې له طالبانو سره د مذاکرې او مفاهمې له لارې د وتلو لار پيدا کړي.»
د نړۍوالو چارو شنوونکی احمد ولي فروزان هم طلوعنیوز ته څرګنده کړه:«په افغان دولت کې فساد، بې اتفاقي چې هلته موجوده وه دا ټول د دې لامل شول چې بالاخره امریکا له افغانستانه ووځي.»
تر دې مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې ویلي و، د افغانستان د تېر حکومت او اسلامي امارت ترمنځ د سولې خبرو ته نه لېوالتیا د امریکايي ځواکونو د وتلو د طرحې عملي کېدو اصلي لامل و.
په دې اړه مو اندونه