Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالحکیم شرعي: هېچا ته به د سیاسي ګوند د فعالیت جواز ورنه کړل شي

د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي ملت ته د دولت د حساب ورکړې په پروګرام کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال وویل د تېر نظام د اساسي قانون هېڅ ماده د اسلامي شریعت پر بنسټ نه وه جوړه شوې.

نوموړی زیاتوي، د نوي اساسي قانون د جوړېدو چارې هغه هم د تفسیر، فقهې او حدیث پر بنسټ روانې دي.

عبدالحکیم شرعي په دغه پروګرام کې وویل:«په سابقه قوانینو اساسو کې به هېڅوک به ما ته دا ونه ښيي چې د مادې استناد یې یا کتاب الله ته شوی یا سنت د رسول الله (ص) ته شوی وي او یا فقهې حنفي ته شوې وي.»

د عدلیې وزارت سرپرست په ډاګه وايي، په هېواد کې د ګوندونو د فعالیت په تړاو هېڅ شرعي توجیه نشته او په وینا یې خلک هم دغه ګوندونه نه مني.

نوموړی همداراز په ټینګار سره وايي، په افغانستان کې به هېڅ فرد او یا هم ډلې ته د ګوندي فعالیتونو لپاره جواز ورنه‌کړ شي.

ښاغلي شرعي زیاته کړه:«زموږ او تاسو تجربو دا ثابته کړه چې دا ملت څومره وران دی، د دې یوازینۍ وجه هغه همدا سیاسي ګوندونه دي.» 

له بل لوري د عدليې وزارت د قانون جوړونې او علمي څېړنو انسټيټیوټ رييس وايي، په تېر کال کې یې ۳۸ تقنیني سندونه او د یوې اساسنامې په ګډون ۱۰ لارښوونې تدقیق او تصویب کړي دي.

د نوموړي په وینا، د احصایې، ټولنې، د ځمکې له غصبه د مخنیوي او د امارت قوانینو مسودې هم په تېر کال کې د دغه وزارت له لوري تدقیق او تصویب شوې دي.

 د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او د علمي څېړنو انسټېټيوټ عمومي رییس فضل هادی صاحبزاده وویل:«د یوې اساس نامې په ګډون په ټولیزه توګه ۴۹ تقنني سندونه تسوید، تخریج او تدقیق کړي دي.»

د عدلیې وزارت د مالوماتو لمخې، په تېر کال کې د دغه وزارت له لوري په محکمو کې له ۷۵۴ حقوقي او جزايي بې وزلو تورنو کسانو دفاع شوې، ۲۹۸ تورنو کسانو ته په وړیا توګه حقوقي سلا مشورې ورکړ شوي او همداراز ۸۶ زره او ۲۸۲ رسمي سندونه هم ژباړل شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه