Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اساسي قانون د جوړولو لپاره د اسلامي امارت هڅې

اسلامي امارت پر اساسي قانون د کار د جریان خبر ورکوي او زیاتوي چې دم ګړۍ د دوی لپاره راستنېدونکو کډوالو ته رسېدنه، ښه حکومتوالي او د خلکو پر اقتصادي وضعیت غور دی. 
                            
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل:«ځینې لومړیتوبونه دې چې موږ یې باید ترسره کړو، تر څو داسې پړاو ته ورسېږو چې قانون جوړونې او دغه راز پر ټولنې د قانون پلي کولو ته لار هواره شي.»

ورته مهال، ځينو حقوق پوهانو په یوې غونډه کې چې د نومبر پر ۱۷ او ۱۸ په ژنیو کې جوړه شوې وه، د هېواد د معتبر، راڼه او هر اړخیز اساسي قانون د مسودې د جوړېدو غوښتنه کړې. په دغه غونډه کې حقوق پوهانو په هېواد کې د اساسي قانون نشتوالی اندېښمنوونکی بللی دی.                                       
                      
حقوقي چارو شنوونکي، عبدالشکور دادرس هم زیاته کړه:«کله چې اساسي قانون ونه اوسي نو اصلاً په دې مانا دی چې نه د یوه هېواد کورنې سیاست معلوم دی او د یوه هېواد بهرنې سیاست معلوم دی، نه د خلکو بنسټیز حقونه تضمین لري او د نظام ډول معلوم دی.»

تر دې وړاندې اسلامي امارت ویلي و، چې د اساسي قانون له تصویب وروست به، د اسلامي امارت د حکومتوالۍ، د یوې شورا د جوړېدو او د رسمي کابینې په تړاو هم ځينې مسایل روښانه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه