Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت: تېرو دوو کلونو کې نږدې ۵۰ سرحدي نښتې شوې دي

کورنیو چارو وزارت وايي چې د تېرو دوو کلونو په لړ کې له ایران، پاکستان، ترکمنستان او ازبیکستان سره نږدې ۵۰ سرحدي نښتې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې له افغانستان سره سرحدي اصول مراعات کړي.

د ښاغلي قانع په وینا دغه نښتې لومړی د ګاونډیو هېوادونو له لوري پېل شوي او وروسته بیا افغان امنیتي ځواکونو ځوابي دریځ غوره کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طلوع‌نیوز ته وویل:«ځينې سرغړونې شوې دي، ځينې کوچنۍ او سترې نښتې رامنځته شوې دي. تاسې شاهد وئ چې له پاکستان، ایران، ترکمنستان او ازبیکستان سره هم ځينې شخړې وې چې شمېر یې له ۵۰ کم وو.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا وايي چې په تېرو دوو کلونو کې د ګاونډیو هېوادونو له لوري ۱۵ توغندیز بریدونه شوي دي.

عبدالمتین قانع څرګندوي:«له ځينو لورو ځينې ستونزې لیدل کېدې. له ګاونډیو زموږ هیله دا ده چې د افغانستان هوايي او ځمکنی حریم نقض نه‌کړي. موږ نه غواړو چې ورسره منفي اړیکې ولرو؛ خو ځينې توغندوي چې توغول شوي، پر وړاندې مو ښه عکس العمل هم لرلی دی.»

د نظامي چارو ځينې شنوونکي بیا له ګاونډیو هېوادونو سره د پولې پر سر نښتې د دواړو لورو لپاره ګټورې نه بولي او ټینګار کوي چې سرحدي ستونزې دې د خبرو له لارې حل کړي.

د نظامي چارو شنوونکي محمد متین محمدخېل وویل:«که‌چېرې هر هېواد چې په نښه شویو کرښو او یا هم نښاني شويو کې پاتې شي او له هغې ځایه وړاندې رانه‌شي، هېڅکله سرحدي نښتې نه‌رامنځته کېږي.»

د نظامي چارو شنوونکی کامران امان هم طلوع‌نیوز ته وايي:«د افغانستان سرحدي ځواکونه د مناسباتو لپاره د ازبیکستان او همدار ډول د ایران او پاکستان له سرحدي ځواکونو سره زیاته هڅه وکړه. دا ستونزې کرار کرار د ختمېدو په حال کې دي او زه فکر کوم په راتلوونکي کې به دا مسایل رامنځته نه‌شي.»

تر دې مخکې هم د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ځينو ترینګلتیاو اندېښنې پیدا کړې وې او د دغو هېوادونو چارواکي اړ شوي وو چې د خبرو لپاره افغانستان ته راشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه