Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي د ځمکې د غصب د نوې پېښې له تثبیتېدو خبر ورکوي

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون وايي چې اوس اوس یې ۵ زره او ۵۰۰ متره مربع ځمکه یې له غصبه خلاصه او کابل ښاروالۍ ته یې سپارلې ده.

د دغه کمېسیون مسوولان وايي چې دغه ځمکه د کابل ښار په ۲۲ ناحیه کې چې د ملاترخېل د ورور اړوند وه له غصبه راګرځولې او کابل ښاروالۍ ته سپارل شوې.

د دغه کمېسیون مسوولان وايي، یوازې یوه پلازه د ملاترخېل د ورور قانوني ملکیت دی او په دې سیمه کې نورې ځمکې غصب شوې وي.

د کابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي پلاوي غړی محمد الله منصور وايي:«کلونه کېدل چې دغه ځمکه د دغه ورور په غصب کې وه او صراف و او په قانوني بڼه نه‌وه ورکړل شوې او یوازې د روغتون لپاره اخیستل شوې وه او دغه ځمکه د بلاک په بڼه وېشل شوې وه او ۵ زره او ۵۰۰ مربع متره یې غصب شوې ده.»

په همدې حال کې د ملاتره خېل وراره د خپل پلار لخوا د ځمکو غصب ردوي او زیاتوي چې د خلکو په غوښتنه يې په دې ځمکه مدرسه او جومات جوړ کړي دي.
 
د محمد خان زوی عزت الله وویل:«په دغې سیمه کې چې ښوونځی او مدرسه جوړ شوي د خلکو د خدمت او د خلکو په غوښتنه جوړ شوي روغتون چې دی هغه زموږ شخصي ملکیت دی.»

بل خوا د بګرامۍ ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي له اسلامي امارت هیله لري، چې په هېواد کې ټولې غصب شوې ځمکې له غصبه خلاصې او غاصبینو سره قانون چلند وکړي.

د بګرامۍ ولسوالۍ اوسېدونکی ذبیح الله په دې هکله څرګنده کړه:«دغه ځمکه یې خو په خلکو پلورلې ده، دغه خلک یې چې له دې ځایه ایستلي دي پر دولت دې افرین وي.»

د بګرامۍ ولسوالۍ بل اوسېدونکی محمد نعیم هم وايي:«بیت‌المال دی د ټول ملت دی، د ملت مال باید دولت ته وسپارل شي.»

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د شمېرو له مخې د دغه کمېسیون د فعالیتونو له پیله تراوسه په ټول هېواد کې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ زره جریبه ځمکې له غصبه راګرځول شوې دي.

خو د ملاتره خېل وراره د خپل پلار لخوا د ځمکو غصب ردوي او زیاتوي چې د خلکو په غوښتنه يې په دې ځمکه مدرسه او جومات جوړ کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه