Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د همکاریو د پیاوړتیا په موخه ازبیکستان ته د حج او اوقافو وزارت د سرپرست سفر

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب ازبیکستان ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له مفتي اعظم، دولتي چارواکو او د افغانستان د سفارت له چارواکو سره وکتل او د دواړو هېوادونو د دیني عالمانو ترمنځ یې د اړیکو او همکاریو پر پیاوړیتا او پراختیا خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې افغانستان او ازبیکستان په بېلابېلو برخو په تېره بیا، په دیني برخه کې د اړیکو ټينګښت ته اړتیا لري او دغه پلاوي په همدې موخه دغه هېواد ته سفر کړی دی.

ښاغلي مجاهد په دې هکله وویل:«افغانستان او ازبیکستان په بېلابېلو برخو کې د اړیکو ټینګښت ته اړتیا لري، یو له هغو د دواړو هېوادونو ترمنځ دیني اړخ دی او ازبیکستان یو له هغو هېوادونو دی چې د اسلامي تاریخي میراثونو له پلوه بډایه دی او همدارنګه د حج او وقافو سرپرست هغه هېواد ته سفر کړی دی.» 

بلخوا، د ارشاد حج او اوقافو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې، د دغه وزارت سرپرست به په دغه سفر کې د دغه هېواد له چارواکو سره د بېلابېلو موضوع‌ګانو په ځانګړې توګه له کابل سره د تاشکند د همکاریو پراختیا په هکله خبرې اترې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي:«له اسلامي امارت په ځانګړې توګه له ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره د اړیکو او همکاریو د پراختیا د دواړو هېوادونو (افغانستان او ازبیکستان) د علماوو ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي او پراختیا، د جوماتونو او مدرسو په برخو کې د همکارۍ، همغږۍ او د تجربو د تبالې او د اسلامي میناتورۍ په برخه کې د معلوماتو په تړاو خبرې وکړي.»

دیني عالم عبدالرحمن عابد وویل:«په هره کچه چې د اسلامي هېوادونو د مرستې او د پاملرنې د جلب موضوع وي په هماغه اندازه به موږ پرمختګ وکړو او له بل پلوه کولای شو چې د هغوی له تجربو په خپله ګټه استفاده وکړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت له چارواکو سره له کتنې او خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره ټلېفوني خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو هوکړو، د چارو د تعقیب او د کابل او تاشکند ترمنځ یې د اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه