Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'ارګ او اجراییه ریاست تراوسه د مرکچي پلاوي په تړاو اړیکه نه لري'

اجراییه ریاست وايي چې ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراییه ریاست تراوسه د مرکچي پلاوي د چمتووالي په اړ سره اړیکه نه ده لرلې.

ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراییه ریاست د افغانانو د خپل منځي خبرو اترو د پیل لپاره د چمتووالي خبره کوي او وايي چې د شپږ کسیز پلاوي نوملړ یې چمتو کړی دی.

بلخوا د اجراییه ریاست ویاند وايي چې عبدالله عبدالله له زلمي خلیلزاد او ځینو سیاستوالانو سره له خبرو وروسته د شپږ کسیز پلاوي نوملړ وروستی کړی خو د هغه په وینا ولسمشر او اجراییه رییس تراوسه د یوه ټول ګډونه پلاوي د جوړولو په اړه هېڅ تماس نه درلود.

د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي په دې اړه وايي:«تراوسه اړیکه نه ده نیول شوې ښايي چې ښاغلی خلیلزاد نن کابل ته ورسېږي او د پلاوي او نوملړ د یووالي په هکله به هڅې پيل شي او همدارنګه د ټاکنو د کړکېچ لپاره.»

اخو د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود هم د سولې د یوه مرکچي پلاوي د جوړولو خبره کوي:«پلاوی به د اساسي قانون له ارزښتونو استازیتوب وکړي، د پلاوي واکونه به محدود خو اغېزمن به وي، ځکه چې ګډون د یوه اصل په توګه مطرح دی خو وروستۍ پرېکړې به د افغانستان خلک د اساسي قانون د لویې جرګې په چوکاټ او یا هم ریفرانډوم کې ونیول شي.»

په داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت مشران تراوسه له طالبانو سره د مرکچي پلاوي د جوړولو په اړه یوې هوکړې ته نه دي رسېدلي، عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار د سه شنبې په ورځ د حامدکرزي په کور کې د مرکچي پلاوي په هکله خبرې وکړې.

د ملي امنیت پخوانی عمومي رییس رحمت الله نبیل وايي:«دا د افغان مشرانو لپاره ډېره مهمه ده، تاسې پوهېږئ ځينې کسان شته، ډېری هغه څه چې په دغو څلوېښتونو کلونو کې شوي په هغوی پورې اړوند دي. دغه مشران باید له خپلو تېرو تېروتونو درس واخلي، زموږ تېر د یوې ملي خزانې په توګه په پام کې ونیسي. موږ باید هغه تېروتنې چې په تېر کې مو کړې دي بیا تکرار کړو.»

د افغان حکومت یو شپږ کسیز پلاوی له پنځو ورځو راهیسې نه دی توانېدلی چې په قطر کې د طالبانو له استازو سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې وکړي، خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند په یوه ټویټ کې وایي د افغان حکومت له پلاوي سره یې نه دي کتلي او یوازې به د بندخونو له مسوولینو سره د شپږ زره بندیانو په اړه خبرې وکړي.

له هغې وروسته چې د امریکا او طالبانو استازو د شنبې په ورځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ پرېکړه وشوه چې د مارچ میاشتې په لسمه به د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي. 

شریک یي کړئ