له ټول افغانستان څخه د یکشنبې پر ورځ( د غويي۲۴مه) ښځې د "افغانې مېرمنې د سولې پیغام راوړنکې دي" تر سرلیک لاندې څلورم سمپوزیم کې چې د هېواد لومړۍ مېرمنې یې کوربهتوب کولو سره راټولې شوې وې تر څو د سولې په بهیر کې ونډه ولري.
په دې مراسمو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي، تدامیچي یاماموتو هم برخه اخیستې وه او د سولې په بهیر کې یې له افغانو ښځو ملاتو اعلان کړ.
یاماموتو وویل:«ملګري ملتونه له افغان میرمنو سره همکاره دي او په سوله کې د ښځو د ګډون څخه ملاتړ کوي.»
ده وړاندې وویل:«دغه درې ورځنی سمپوزیم ستاسو لپاره تر ټولو غوره فرصت دی تر څو خپلې تجربې سره شریکې کړئ، د خپلو لیدلورو په اړه سره خبرې وکړئ او په هغه ستراتیژۍ کار وکړئ، چې څرنګه ښځې په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې د رهبرۍ رول ولوبوي.»
د ملګرو ملتونو استازي د نړۍ هغو تجربو ته اشاره وکړه، چې ښیې د یوې دوامداره سولې د راوستو لپاره باید ښځې له پیل څخه د سولې په بهیر کې ګډون ولري.
په همدې حال کې افغان ولسمشر، اشرف غني د دې سمپوزیم پر دوهمه ورځ وویل چې که په هېواد کې جګړه نه وی، نو د هېواد ډېر شمېر نجونې به ډاکټرانې او انجینرانې وې، خو اوس د جګړې قربانیانې دي.
ښاغلي غني زیاته کړه:«افغانستان کې د بېسوادو ښځو شمېر د نارینه وو په پرتله درې برابره زیات دی، او لامل یې پر موږ تپل شوې جګړه ده.»
ده زیاته کړه چې ښځې د سولې اصلي مدافعانې دي.
ښاغلي غني همداراز له ښځو غوښتنه وکړه چې خپل نظریات د سولې په اړه له حکومت سره شریک کړي.
همداراز د ملګرو ملتونو بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د هیواد د نیمایی وګړو په توګه، د افغان ښځو او نجونو پیاوړتیا ډیره اړینه ده تر څو په سیاسي او ټولنیز ژوند کې دهغوی د فعالې ونډې څخه ډاډ تر لاسه او دافغانستان د بشپړې ځواکمنتیا په تحقق کې مرسته وشي.
د ملګرو ملتونو د استازولی له دفتر څخه په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښځي او نجونې په کور، ټولنه او هیواد کې بیلابیل رول لري چې د سولې په راوستلوکې مهم ګڼل کیږي.
همداراز زیاته شوې ده:«د افغانستان دولت ژمن دی تر څو د ښځو شتون په دولتي ادارو کې تر ۲۰۲۰ کال پوري ۳۰ سلنه زیات کړی. هیله لرو چې افغان دولت دغه موخه ترلاسه کړي.»