Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ د تېر کال راهیسې له پاکستان څخه هېواد ته د کابو ۴۰۰ زره افغانانو له راستنېدو څخه خبر ورکوي.

دغه بنسټ وايي چې دغه ګډوال د پاکستاني امنیتي ځواکونو د فشارونو له امله اړ شوي دي چې دغه هېواد پرېږدي.

یو شمېر هغو کسانو چې پاکستان ته سفر کړی دغه هېواد ته د تللو د محدودیتونو له زیاتوالي شکایت کوي.

پاکستان د ۱۹۷۰ راهیسې د څه باندې ۵ مېلیونو افغانانو کوربه وه.

خو په وروستیو کلونو کې د دغو کډوالو له ډلې یو شمېر یې هېواد ته راستانه شوي دي او اوس کابو دوه مېلیونه افغانانو په پاکستان کې پاتې دي.

ډېری دغه کسان د دې لپاره د پاکستان پرېښودو ته اړ شوي دي چې تېر کال د تورخم په پوله د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته پاکستان په دغه هېواد کې پر افغان ګډوالو فشارونه زیات کړل.

سلام یو له هغو کډوالو څخه دی چې په پاکستان کې له ۲۷ کلونو ژوند څخه وروسته اوس دغه هېواد یې پرېښی دی.

هغه غواړي چې د خپلې ۱۱ کسیزې کورنۍ سره بېرته خپل ټاټوبي افغانستان ته راستون شي.

په پاکستان کې یو شمېر نور افغان کډوال هم له ډېرو ستونزو شکایت لري.

د پېښور کې د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېشنرۍ مرستیال اوسکار منډیا په دې اړه وویل:«البته ستره ننګونه دا ده چې د دغو سنېدونکو جزئیات په سمه توګه په سیستم کې ثبت شي، له هغوی څخه له ډېرې مودې په پاکستان کې هرکلی شوی نو له دې امله دا چې هغوی له کلونو کډوالۍ وروسته خپل هېواد ته ستنېږي او له سره ژوند پیل وي،له ننګونو سره مخامخ کېږي.»

که‎څه هم یو ډېر شمېر افغانان له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي،خو کابو یو مېلیون کډوال ثبت شوي او کابو ۶ زره نور کډوال په پاکستان کې له ثبت پرته ژوند کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه