د خوست خبریالان(دوشنبې د غويي۱۰مه) وايي چې د په دې ولایت کې د بي بي سي سیمهيیز خبریال، احمد شاه د ناپېژانده وسلهوالو لخوا ووژل شو.
نوموړي له کابو یوه کال راهیسې له بي بي سي سره کار پیل کړی وه.
تر اوسه د پېښې مسوؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. خو طالبانو په دې پېښه کې لاس درلودل رد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوشنبې سهار کابل کې د دوو ځانمرګو بریدونو په پایله کې ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۹ تنه یې خبریالان وو.
په دې پېښه کې کابو ۵۰ کسان ټپیان شول.