Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حکومت د مخالفانو او پلویانو دریځ نیول،ستونزې به څنګه حل شي

په وروستیو ورځو کې، هېواد د حکومت د مخالفانو او همدارنګه د حکومت پلویانو د یو بل په وړاندې د دریځ نیولو شاهد دی.اوس د ولسي جرګې یو شمېر غړي دغه دریځ نیول او مخامخ کېدل ډېر خطرناک بولي.

د ولسي جرګې غړي عبدالحي اخند زاده وویل:«هغه کړکېچ چې رامنځته شوی دی، کولای شي چې د افغانستان لپاره ډېر خطرناک پرېوځي! که‎چېرې دغه وضعیت دوام وکړي،فکر نه کوم هغه دوره چې په اساسي قانون کې د حکومت لپاره په پام کې نیول شوې، پای ته ورسېږي.»

دا ټول، په پلازمېنه کې د یوه ترهګریز برید نه وروسته پیل شو، هغه برید چې د خلکو اعتراضونه یې هم لرل.

خو، په تلو تلو کې ځینو سیاسي ګوندونو او ډلو چې په منځ کې یې پېژندل شوې څېرې هم دي، د حکومت پر وړاندې ودرېدې.

له دې ډلې،  د جمعیت اسلامي ګوند څخه، د بلخ د والي عطا محمد نور، د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست صلاح الدین رباني او د جهادي مشر محمد اسماعیل خان نومونه یادولی شو.

حکومت هم یوازې پاتې نه‎شو، پلویان یې هم ورورو راپورته شول.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د ملي پیوند ګوند مشر سید منصور نادري، د ولسي جرګې غړي د حق او عدالت ګوند، هغوی وو چې د ولسمشر غني له دريځه یې ملاتړ وکړ.

پر دې سربېره، ځیني والیان هم د حکومت په پلوي او د اعتراض کوونکو پر وړاندې ودرېدل.

د نړیوالو اړیکو کارپوه هادي میران وايي که‎چېرې له پوهې او سیاسي تعقل څخه کار وا نه خیستل شي شونې ده افغانستان له ډېریوستونزو سره مخامخ شي.

هغه په دې اړه وویل:«په داشان وضعیت کې،یوازې هغه څه چې کولای شي د افغانستان خلک له دغو ستونزو په خوندي وساتي، پوه او سیاسي تعقل او په افغانستان کې سیاسي واقعیتونو سره عاقلاً چلند دی.»

په دې څېر وضعیت سره، ځیني هغه څېرې چې تل په دا ډول موضوعګانو کې ښکېلې وې، تراوسه یې غبرګون ښوولی نه دی.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله، د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د ولسمشر دویم مرسیتال سرور دانش، د اسلامي وحدت مشر کریم خلیلي او د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق هغه کسان دي چې دواړه لوري هڅه کوي د ځان په خوا یې کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان کې یو حکومت د ګوندونو، ډلو او ان د خلکو ترمنځ ښکېل شي.

خو داسې باورونه شته چې دا ځل، تر پخوا ستونزه جدي ده او د دې ټولو ستونزو د حل لپاره باید تر پخوا لا زیاتې هڅې وشي.

د حکومت پر ضد د اعتراضونو او نیوکو له ډېرېدو سره په ورته وخت کې،یو شمېر ګوندونه او والیان،د حکومت له دریځ څخه ملاتړ کوي او د ولسمشر ترڅنګ ولاړ دي.

شریک یي کړئ