Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بدلون لپاره رستاخیز جنبش خپلې ۶ اعتراضي خیمې لیرې کړې

د بدلون لپاره رستاخیز جنبش نن سې‎شنبې(د غبرګولي ۲۳ مه)د کابل ښار له بېلابېلو سیمو خپلې ۶ اعتراضي خیمې لیرې او د دغه جنبش د غړو په وینا دغه خیمې یې د خلکو د ستونزو د حل لپاره لیرې کړي دي او له خکومت څخه هم غواړي چې تول واټونه د خلکو په مخ پرانیزي.

له یوولسو ورځو وروسته د تایمني له څلور لارې، د خراسان له واټ، له کارته پروان، قواي مرکز او پُل آرتل له سیمو د اعتراضي خیمې لیرې شوې، خو د شیرپور په څلور لاره کې د اعتراض کوونکو خیمه تراوسه هم ولاړه ده.

معترض دبیح شادان وویل:«موږ دغه خیمې د لنډمهال لپاره د روژې د مبارکې میاشت لپاره لیرې کړي چې خلک په تکلیف کې نه وي، لیرې مو کړې خو زموږ اعتراض تراوسه دوام لري.»

په داسې حال کې چې د پلازمېني د مرکزي برخو ډېری واټونه د حکومت او لوړپوړو دولتي چارواکو لخوا په سمټي دېوالونو تړل شوي، اوس اعتراض کوونکي له حکومته غواړي هغه سړکونه چې په کانټېنرونو او سمټي دېوالونو د خلکو پرمخ تړل شوي باید پرانیستل شي.

بل اعتراض کوونکی برنا صالحي څرګنده وي:«ویل یې چې د لارې بندون زموږ د اعتراضي خیمې له امله دی،اوس موږ خیمې لیرې کړې.نو اوس دا د لارې بندون له کومه ځایه دی؟حکومت ولې کانټېنرونه  او هغه لارې چې زورواکو بندې کړي دي نه لیرې کوي؟ حکومت باید غه لارې پرانیزي.»

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار له واټونو څخه د خنډونو د لیرې کولولپاره یوه پلاوي ته دنده ورکړې ترڅو د خلکو په مخ لارې پرانیزي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش په دې اړه وویل:«له دې وروسته چې زموږ څېړنې بشپړې شي امنیتي ستونزو ته لیدلي د کانټېنرونو او سمیټي دېوالونو د لیرې کولو لپاره به پرېکړه وشي.»

د شیرپور څلور لارې په خیمه کې په اعتراض کوونکو کې د یو شمېر ناامنو ولایتونو هغه اوسېدونکي هم لیدل کېږي چې خپلوان یې په ترهګرو بریدونو کې له لاسه ورکړي دي.

له جوزجان څخه یو لاریون کوونکی:«دغه حکومت یو ځل موږ ته یو کس د استازي په توګه را ونه لېږه چې لږ تر لږه د یوه جومات په یوه څنډه کې له موږ سره کېني او ووايي چې ورور ستاسو ستونزه څه ده؟یوځل چې د عوامو د دوکه لپاره هم ویلي وو چې ستاسو ستونزه حل کېږي.»

یو شمېر کسانو د غبرګولي په ۱۲ نېټه په وزیراکبرخان سیمه کې له چاودنې وروسته د حکومت پرخلاف اعتراض وکړ په دغو اعتراضونو کې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ۵ تنه مړه او له ۱۰ زیات ټپيان شول.

شریک یي کړئ