Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د اعتراض کوونکو د خېمو زیاتوالی

د سې‎شنبې ورځ ،په ښار کې د کابل پروسې د غونډې د ترسره کېدو سره په ورته وخت کې چې له ځانګړو امنیتي تابیاو سره ترسره شوه، لاریون کوونکو د کابل د زنبق څلور لارې او د ښار په څو نورو برخو کې، نورې خېمې هم درولې دي.

دغه لاریون کوونکي وايي تر هغه به خپل لاریون ته دوام ورکړي چې حکومت یا نړیواله ټولنه د هغوی غوښتنو ته رسېدنه ونه کړي.

هغوی ګواښ کوي که‎چېرې غوښنې یې، بیا هم په پام کې ونه نیول شي، په پلازمېنه او نورو ولایتونو کې به خپلې اعتراضي خېمو شمېر زیات کړي.

تر دغې رنګینې خېمې لاندې اوس هم راغونډ شوي او د حکومت لخوا د دوی د غوښتنو پر منلو ټینګار کوي.

لاریون کوونکي محي الدین فرهمند په دې اړه وویل:«له افغانستان څخه بهر، په نورو ولایتونو کې همدا ډول چې په پلازمېنه کابل ښار کې خیمې د پراختیا په حال کې دي،و به درول شي.»

اعتراض کوونکی باعث نظامي هم وايي:«زموږ ورورستۍ موخه، په ټول کې دا ده چې دولت زموږ غوښتنو ته ځواب ووايي، نړیواله ټولنه دغې مسئلې ته پاملرنه وکړي.»

له هغو هڅو سره سره چې د دغو اعتراضونو د پای ته رسولو لپاره شوي داسې ښکاري چې تراوسه د دې ستونزې د هوارې لپاره لاره نه ده پیدا شوې.

د بدلون لپاره پاڅون غورځنګ غړی فهیم فطرت وویل:«له حکومت سره د مذاکرې لپاره مو وار له مخکې شرط اېښی دی، د ملي امنیت شورا د سلاکار ښاغلي حنیف اتمر ګوښه کېدل! موږ د هر ډول مذاکرې او خبرو اترو پلوي یوو.»

د دغه غورځنګ یو بل غړی عبدالکریم محمدي په دې اړه څرګنده کړه:«د تېر په شان نه دی چې موږ د یوه خاص ګوند، یوه ځانګړي بنسټ، یوه ځانګړي سیاسي جریان یا یو خاص قوم له خوا راغلي وو او دلته عدالت غوښتنه وکړو او کله چې تاسې(حکومت)د دغه ګوند له غړي یا هم د دغه بهیر له مشر سره خبرې وکړئ، کومه معامله ترسره شي.»

دغه اعتراضونه په کابل کې د جرمني سفارت په مخکې له ځانمرګي برید وروسته پيل شول، خو د دولتي ځواکونو له غبرګون او له تاوتریخوالي وروسته د اعتراضونو لمن نورو برخو ته هم پراخه شوه.

دغه لاریون کوونکي چې د«حرکت رستاخیز تغییر»نامه لاندې کار کوي وايي تر هغه چې حکومت د هغو غوښتنې ونه مني خپل خوځښت ته به دوام ورکړي.

شریک یي کړئ