د ازبیکستان د روغتايي او خوراکي توکو مرستې د حیرتان بندره نن (جمعه د وري په ۱۵مه)هېواد ته را ورسېدې.
په افغانستان کې د ازبیکستان سفیر خواجه محمد یادګار شادمانوف وايي چې دغه مرستې د ازبیکستان د ولسمشر له خوا په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله شوې دي.
هغه زیاتوي چې افغانستان ته د ازبیکستان بشپرپاله مرستې به دوام پيدا کړي:«د افغانستان اسلامي جمهوري کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره، دغه هېواد ته بشرپاله مرستې استول شوې دي... او هغه توکي چې د ازبیکستان له خوا د افغانستان د خلکو لپاره د کرونا ویروس د مبارزې په پار استول شوي دي له لومړنیو توکو څخه عبارت دي.»
ورته مهال د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر افغانستان ته د ازبیکستان له بشرپاله مرستو ستایه کوي.
هغه وايي چې دغه مرستې په داسې وضعیت کې چې د افغانستان خلک د کرونا ویروس له خپرېدو اندېښمن دي، ډېر اهمیت لري.
هغه زیاتوي:«په لومړي ګام کې ۳۰۰ زره ټنه اوړه، ۱۵۰ ټنه وریجې او ۵۰ ټنه غوړ او ۵ ټنه صابون او همدارنګه څو قلمه طبي توکي په دغو مرستو کې شامل دي.»
بلخوا له طبعي پېښو او بیړنیو حالتو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر نجیب الله فهیم وايي چې هېوادوال د کرونا په نوم له نوي ګواښ سره مخ دي او د هېواد له سوداګرو غواړي چې له بې وزلو کورنیو سره مرسته وکړي.
هغه څرګندوي:«هغوی چې وسه لري د بې وسو او بې وزلو په فکر کې دې وي، هغه کسان چې دنده لري، عواید لري، د بې وزلو کسانو لاس دې ونیسي.»