Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانانو د ایستلو په اړه د بښنې نړیوال سازمان اندېښنه

د رپوټ پر بنسټ چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ، له اروپايي هېوادونو څخه افغانستان ته د راستنېدونکو شمېر درې هومره شوی او له ۳ زره او ۲۹۰ کسانو نه؛ ۹ زره او ۴۶۰ تنو نه پورته شوي دي.

د دغه رپوټ موندنې ښيي، چې په لومړي پړاو کې به، شاوخوا ۱۰ زره افغانان له اروپایي هېوادونو څخه وایستل شي.

په دغه رپوټ کې راغلي دي ډېری هغه کسان چې افغانستان ته راستانه شوي، د انسان تښتونې او په هېواد کې د جګړ د دوام په خاطر د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

رپوټ کې راغلي:«اروپايي حکومتونه پر پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره فشار راوړي او هغوی چې خپل هېواد یې د تاوتریخوالي په خاطر پرېښی، استوي.»

په رپوټ کې همدارنګه راغلي دي، هغه کسان چې تراوسه خپل هېواد ته استول شوي، ماشومان او ځوانان په کې شامل دي.

د بښنې د نړیوال سازمان د افغانستان څانګې څېړونکې حوریه مصدق وايي:«دا ایستنې د نړۍ له قوانینو سره په ټکر کې دي او باید ډېر ژر ودرول شي.هغه اروپايي هېوادونه چې د افغانانو لپاره د یوه ښه راتلونکي غوښتونکي وو او له هغوی څخه یې ملاتړ وکړ، اوس نهیلې شوي او هغوی په خپل هېواد کې یوازې پرېږدي او اوس له هغه مهاله ډېر خطرناک دي چې هغوی له خپل هېواد څخه تېښته کړې وه.»

د ملګرو ملتونو د وروستي رپوت پر بنسټ، په ۲۰۱۶ کال کې ۱۱ زره افغانان د تاوتریخوالي په پایله کې وژل شوي او یا تپيان شوي چې د هغوی یوه برخه ماشومان هم دي.

په رپوت کې زیاته شوې چې د دغه رپوټ د چمتو کولو پر مهال، د بښنې نړیوال سازمان څېړونکو له ۱۸ تنو سړیو، ښځو او ماشومان چې په اجباري توګه له هېواده استول شوي، مرکه کړې ده.

شریک یي کړئ