Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فنلنډ کې دافغان کډوالو داجباري ایستلو په اړه دافغان ګډوالو لاریون

یو شمېر افغان وګړو او د فنلنډ د مدني ټولنې فعالان دي چې له دې هېواده د افغان کډوالو په زوره ایستلو په اړه یې د هلسینکي په هوايي ډګر کې په اعتراض لاس پورې کړی دی او د فنلنډ له حکومت څخه غواړي چې د کډوالو په اړه له اروپايي ټولنې سره د افغانستان هوکړه لیک لغوه کړي.

افغان کډوال صادق بهروز وویل:«یوناما په وروستي کلني رپوټ کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه لوړې شمېرې شریکې کړې.د فنلنډ هېواد د کډوالۍ اداره هم مني چې د ځينو افغان کډوالو د منفي ځواب زموږ د نامسلکي ژباړنو او کارکوونکو ستونزه هم ده.»

بل افغان کډوال عبدالجلیل حسیني څرګنده کړه:«له نېکه‎مرغه اوس‎مهال د فنلنډ یو ډېر شېر وګړي له موږ سره په لاریون کې دي او له موږ سره مرسته کوي.۲۱ ورځې کېږي چې دغه لاریون په لاره اچول شوی دی او موږ د لاریون په ځای کې د ورځې د نویو فنلنډیو د راتلو شاهد یوو.»

په جرمني کې ۵۵ سلنه افغان کډوال منل شوي دي، خو۴۵ سلنه نور اړ دي چې له جرمني ووځي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ،څه باندې ۲ زره افغان کډوال،دغه هېواد ته د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ورکړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرأت څرګنده کړه:«تراوسه المان د هوکړه لیک پر بنسټ عمل نه دی کړی او لږ کډوال افغانستان ته راغلي.په خبرپاڼه کې راغلي دي په اوونۍ کې یو الوتنه چې پنځوس تنه کېږي،کابل ته به راشي.یعنې په یوې میاشت کې ۲۰۰ تنه.»

د کډوالو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ په ۲۰۱۶ کال کې ۴۰ زره افغان کډوال جرمني ته او ۶۰ زره تنه نور نورو اروپايي هېوادونو ته د کډوالۍ غوښتنلیکونه ورکړي دي.

شریک یي کړئ