Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خلیل اندرابي او زمري پیکان دوسیې محکمې ته واستول شوې

د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز به ډېر ژر د کورنیو چارو وزارت دوه پخواني لوړپوړي چارواکي محاکمه کړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند دا خبره کړې او ویلې یې دي، چې د میدان وردکو ولایت د پخواني امنیه قومندان او دغه راز په زمري پیکان لګېدلي تورونه ارزول شوي دي او دغه دواړه دوسیې محکمې ته استول شوې دي.

لویه څارنوالي وایي، له دې مخکې يې د فساد او له دندنې ناوړه ګټې اخیستو په تړاو د کورنیو چار وزارت د عامه نظم پخواني قومندان زمري پيکان د وزی دوسیه د درنو جرمنو پرضد عدلي او قضايي مرکز ته  استولې وه، خو سترې محکمې اوس د پيکان د زوی د دوسيې په اړه تصمیم نیولی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل:« سترې محکمې پرېکړه کړې چې په زمري پیکان پورې دواړه تړلې قضیې له درنو جرمونو سره د عدلي او قضايي مرکز محکمې ته استول شوي.ترڅو قانوني پرېکړه وشي او د دغو قضیو په اړه اجرأت بشپړ شوي او ډېر ژر دوسیه مرکز ته استول کېږي.»

عدلي او قضايي مرکز د میدان وردکو ولایت پخواني امنیه قومندان خلیل اندرابي دوسیه چې له طالبانو سره د کومک په تړوا ده تر څېړنې لاندې ده، خو زیاتوي د پولیسو دغه پخوانی چارواکی د فساد په اړه بله دوسیه هم لرله چې د دغه مرکز له خوا وڅېړل شوه.

ښاغلي رسولي څرګنده کړه:«د میدان وردکو د پخواني امنیه قومندان دوسیه د عدلي او قضايي مرکز د څارنوالۍ له خوا څېړنه بشپړه او محکمې ته استول شوې ده.»

خو له دې ټولو سره له فساد سره د مبارزې بنسټونو پر پڅو کارونو نیوکه کېږي.

د روڼتیا د څار بنسټ رییس سید اکرام افضلي وویل:«په دې کې شک نشته چې دغه عدلي اوقضايي مرکز خپلواک نه دی او له فساد سره د مبارزې هېڅ بنسټ نشته چې د دوی له کړنو څارنه وکړي.»

خلیل اندرابي تېرکال له طالبانو سره په مرستې تورن وه او ویل شوي وو چې د کندز ولایت د طالبان استخباتو مسوول قاري ظاهر يي په خپل موټر کې بغلان ولایته لېږدوه.

د عامه نظم د پولیسو پخوانی قومندان زمری پیکان چې زوی يې د یو کس په وژنو تورن وو په کور کېنول شو.

شریک یي کړئ