Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لغمان د والي او ښاروال په وړاندې لاریون دویمې ورځې ته وغځېد

د لغمان د والي او ښاروال په وړاندې د دغه ولایت د ځینو اوسېدونکو لاریون، د دویمې ورځې لپاره دوام پيدا کړ.

لاریون کوونکي چې د لغمان په ولایتي شورا انګړ کې پرلت کړی، ادعا لري چې دد دغه ولایت والي او ښاروال ادارې فساد ، ناامني او د کورونا ویروس د خپرېدو مخنيوي لپاره قرنطین پرمهال د خوراکي توکو بیو لوړوالي کې لاس لري. 

یو له لاریون والو او سیمه ییز پولیس زړګی وايي:«زموږ ځوانان هم په غرونو کې قرباني کېږي او هم په بازارونو کې، پلچکونه ویجاړېږي خو څوک پوښتنه نه کوي.»

د لغمان اوسېدونکی میر زمان نیازی هم وايي:«له مازدیګر وروسته امنیت نشته. زموږ ځوانان او مشران کله په یوه نوم او کله هم په بل نوم وژل کېږي او تباه کېږي.»

د لغمان ولایتي شورا ځينې غړي او د دې ولایت قومي مشران هم وايي چې په ځلونو یې ولایتي ادارو چارواکو سره د خلکو ستونزې شریکې کړې دي خو امنیتي وضعیت د هرې ورځ په تېرېدو سره خرابېږي دوی له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي چې د لغمان د اوسېدونکو ستونزو ته دې پام وکړي. 

لغمان ولایتي شورا مرستیال عبدالعزیز لغمانی:«دغه خلک له ناامنۍ، اداری فساد او اوس هم له کورونا ویروس څخه زیانمن دي.»

 قومي مشر ګلزار سنګروال په دې اړه وویل:«په لغمان کې امنیتي وضعیت ډېر خراب دی. د هغه اصلي لامل د لغمان ولایتي اداره په ځانګړې توګه د لغمان والي دی. د امنیتي اداراتو ترمنځ د همغږۍ پر ځای د هغوی ترمنځ نفاق او د عقده تخم کاري.» 

خو د لغمان والي لاریون په تړاو بیا بل ډول نظر لري. 

د لغمان والي اصف ننګ په دې اړه وايي:«د لاس پلورونکو، غریبانو او کراچوانانو - غوصه ټولګه ده او خلکو ته یې ویلي چې مرسته ولایت ته رسېدلې دي خو حق یې ورکړل شوی نه دی.» 

په دې لاریون کې لیدل کېږي چې خلک د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنيوي چارې نه عملي کوي او د خلکو کڼه کوڼه زیاته ترسترګو کېږي، اندېښنې شته چې دا به په راتلوونکي کې په لغمان کې د کورونا ویروس مثبتو پېښو زیاتوالي لامل شي چې تروسه په دغه ولایت کې د کورونا ویروس ۲۹ مثبتې پيښې ثیت شوي دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه