د ولسي جرګې په چارو د یوه څارونکي بنسټ موندنې ښیې چې د پارلمان د کار د پیل راهیسې د دې جرګې د څلویښتو ناستو یوازی په پنځو کې یې پوره نصاب درلود.
د فیفا بنسټ د موندنو له مخې د ولسي جرګې د اولسم پړاو لومړنیو شپږو میاشتو کې د ولسي جرګې په اکثریت ناستو کې د دغې جرګې یواځی شل سلنه غړو ګډون کړی دی.
د دغه بنسټ مسوولین وايي په شپږو میاشتو کې چې د ملي شورا د اوولسمې دورې له پرانیستلو تیریږي په دې موده کې د دې جرګې ډیری غړي په عمومي غونډو کې حاضر نه وو.
د فیفا بنسټ پر ملي شورا د څارنې برخې مسوول، حسیب معترف وايي:«له بده مرغه په څلویښتو ناستو کې چې پارلمان درلودې، زموږ د موندنو له مخې په څلورو یا پنځو ناستو کې نصاب پوره وو.»
ددغه بنسټ د څیړنو له مخې ولسي جرګې په تېرو شپږو میاشتو کې درې استجوابیه غونډې کړې او د شپږو تقنیتي سندونو په اړه یې پریکړې کړې دي، خو څه د پاسه سل نور تقنیني سندونه بې برخلیکه پاتې دي او د اوړي له رخصتیو وروسته د ولسي جرګې یو شمیر غړي آن یو ځل هم دغې جرګې ته نه دي ورغلي.
د فیفا بنسټ پر ملي شورا د څارنې برخې شنونکی، نورالله صفايي څرګندوي:«زموږ د پارلمان ستونزه یوه فرهنګي ستونزه په افغانستان کې ده چې موږ تر اوسه د قانون، مقننه قوې، د ولسواکۍ ځای تر اوس پورې خپل ریښتینی ځای نه دی پیدا کړی.»
د ولسي جرګې غړې، ناهید فرید زیاتوي:«په همدې تالار کې لسګونه کسان دایمي غیرحاضري لري.»
په دې لړ کې د کورنیو چارو له وزارت سره د ولسي جرګې د وروستیو جنجالونو له امله یو ځل بیا د کورنیو چارو وزیر د ولسي جرګې د کورنیي امنیت کمیسیون ته وروبلل شو.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي کورنیو چارو وزارت دوي ته په سپکاوي او ځورونې تورنوي خو د کورنیو چارو وزارت دا تور ردوي.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال، امیرخان یار وايي:«په څو ورځو کې چې موږ یې ګورو، له ټولو وکیلانو سره د تلاشۍ پر ځای بې عزتي کېږي.»
د ولسي جرګې غړی، رمضان بشردوست داسې وايي:«نن یې زموږ امنیتي ځواکونو مو بې ادب وویل، نن چې ستاسي خولې ته هر څه راغلل... ځکه چې تاسې یې تلاشي کړي یاست؟»
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي په دې اړه داسې څرګندوي:«وکیلان د افغانستان د باعزته خلکو استازي دي او د کورنیو چارو وزارت له اړخه ورته هېڅ کله هم سپکاوی نه دی شوی.»
په همدې حال کې یو شمېر هېوادوال وايي د ولسي جرګې غړي تر ډېره په شخصي کارونو بوخت دي.
په دې اړه مو اندونه