د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د زوی محمد سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې د درېیو پرلهپسې چاودنو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي او کابو ۳۰ تنه نور پټيان شوي دي.
په دغو مراسمو کې د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، احمد ضیاء مسعود، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاحالدین رباني په ګډون یو شمېر لوړپوړو چارواکو ګډون کړی وه. خو دغو چارواکو ته زیان نه دی رسېدلی.
دغه چاودنې نن(شنبې د غبرګولي ۱۳ مه) له غرمې وروسته د سرای شمالي تپې په مړستون کې رامنځته شوي دي.
سالم ایزدیار د جمعې په ورځ د حکومت پرضد لاریون کې هغه مهال د امنیتي ځواکونو له خوا په سر په مرمۍ وویشتل شو چې لاریون په تاوتریخوالي واوښت.
رپوټونه رسوي چې د پېښې سیمه د پولیسو له خوا تړل شوې او خلکو ته د ورتلو اجازه نه ورکول کېږي.
طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره په دغو چاودونو کې له لاس لرلو څخه ډډه کړې.