ولسمشر غني کابل کې د مارشال فهیم پر پوځي اکاډمۍ د برید په تړاو د ناغېړی له کبله اوه تنه امنیتي چارواکي له دندو ګوښه کړي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال، شاهحسین مرتضوي نن(سېشنبې د سلواغې۱۷مه) وویل چې په دې کسانو که دوه تنه جنرلان هم شامل دي.
دی زیاتوي چې ولسمشرغني د مارشال فهیم پوځي اکاډمۍ پر ۱۱۱ فرقې د برید په اړه د راپور تر اوریدو وروسته دا پرېکړه کړې.
ولسمشر غني یاد کسان عدلي او قضايي بنسټونو ته ورپيژندلي دي.
یوه اوونۍ مخکې پر دې بنسټ د داعش ډلې برید په پایله کې ۱۱ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ او ۱۶ نور ټپیان شول.